Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فراه ولایت په مرکز کې د ۲۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت درې سړکونه قیر او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د فراه د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې څه باندې ۱۳۵۰۰ ټنه مۍ تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۷۴ سلنه ډېروالی ښیي.
د فراه پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت د ۳۹۵ ښوونځیو له ډلې ۱۸۸ یې خپلې ودانۍ نه لري او په کرايي کورونو کې فعالیت کوي.
د فراه ولایت په مرکز کې د څه باندې ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د نهو سړکونو د قیر کولو چارې پيل شوې.
په فراه کې د ۱۴۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت څلور کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د فراه کرنې ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله د تېر کال په پرتله د انارو حاصلات کم شوي دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې یې نږدې پنځه سوه کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
فراه کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خاکسفېد ولسوالۍ کې یوه ۱۴ کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
د فراه سیمهییز مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله اووه کسان مړه شوي او یوولس نور ټپيان دي.
د فراه کرنې ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې نږدې ۴۳ زره ټنه عناب تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
د فراه ولایت په اناردره ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ نهه کلنه دښمني د قومي مشرانو او حکومتي مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د فراه د کرنې ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات نږدې ۱۴۳ زره ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښیي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP