فراه (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۴): د فراه په اناردره ولسوالۍ کې د ځایي سوداګرو په مالي ملاتړ د شپږو پرمختیايي پروژو چارې بشپړې شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مولوي حیاتالله مهاجر فراهي د یادو پروژو د پرانیستې مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د ملي سوداګرو، پانګهوالو او صنعتکارانو ملاتړ کړی دی.
د هغه په وینا، د همدغه ملاتړ په پایله کې سوداګر توانېدلي چې خیریه، زیربنايي او رفاهي پروژې د خلکو لپاره پلې کړي او د خپل نظام او ملت ترڅنګ ودرېږي.
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت په هېواد کې د نوو او نیمګړو پروژو د چارو پیل او بشپړولو ته ژمن دی او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د بخشاباد بند او د اوسپنې پټلۍ د پروژو په ګډون به نورې پروژې هم بشپړې کړي او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
ورته مهال، د فراه والي ملا محمدحافظ مجاهد وویل چې د دغه ولایت خلک د څښاک او کرنیزو اوبو له کمښت سره مخ دي او له اړوندو مسوولینو، خیریه بنسټونو او سوداګرو یې وغوښتل چې دې برخې ته هم پاملرنه وکړي.
بلخوا، ملي سوداګر او پانګهوال او د یادو پروژو یوه پلېکوونکي محمدابراهیم حبیبیار وویل چې نورې ورته پروژې به هم پلې کړي.
هغه زیاته کړه، په پام کې لري چې په هرات کې د پنځه میلیون ډالرو په لګښت یو جومات جوړ کړي او د روغتیا برخه کې د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې ترڅنګ په پلازمېنه کابل کې د وزیر محمداکبرخان جومات هم ورغوي.
بلخوا، د حبیبیار خیریه بنسټ مسوول مولوي عبدالحق صدیقي وویل، په اناردره ولسوالۍ کې شپږ پرمختیايي پروژې چې په کې د یوه معیاري جامع جومات، ورزشي میدان، د ولسوالۍ دروازه، د اوبو حوض، د سړکونو قیراچونه، خانقاه او یو بل جومات شامل دي چې د ملي سوداګرو له لوري د شاوخوا یو میلیون ډالرو په شخصي لګښت بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اناردرې اوسېدونکو دې ولسوالۍ ته د سوداګرو له پاملرنې هرکلی وکړ او خلکو ته یې د اسانتیاوو له برابرېدو خوښي څرګنده کړې، دغهراز هغوی زیاته کړه چې د دغو پروژو په بشپړېدو خلکو ته ټولنیزې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP