Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فراه امنیه قومانداني وايي، نن د هرات د شینډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو یو رنجر موټر چپه شوی چې له امله يې دوه امنیتي کسان مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي، تېره شپه ناوخته د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې ناپېژاندو کسانو یو ښوونکی په ډزو وژلی دی.
د فراه استخباراتو ریاست وايي، د پخواني نظام د یوه چارواکي په کور کې يې یوه اندازه وسلې ترلاسه کړې چې دوه سټینګر توغندي هم پکې شامل دي.
ځایي سرچینې وایي، په تېرو دوو ورځو کې دوو ځوانانو د فراه ولایت په مرکز کې ځانوژنه کړې ده.
د فراه د پوهنې ریاست وايي، د ښوونکو د کمښت له امله د دغه ولایت په لرو سیمو کې شاوخوا ۷۰زره ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
د فراه روغتيايي سرچينې وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د رواني ناروغيو ۷۱۲ پېښې ثبت شوې دي.
د فراه د استخباراتو ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یې د عملیاتو په پایله کې د وسلو یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
د فراه ولایت امنیې قوماندانۍ ويلي، نن د دغه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د کشفي عملیاتو په پایله کې ۷۰۰۰ لیټره تېزاب او یوه اندازه نشهيي توکي کشف او ضبط شوي دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي، پرون د دغه ولایت په مربوطاتو کې ۶۰۰ کیلوګرام بېلابېل ډول نشهيي توکي نیول شوي دي.
د فراه د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې خلکو په خپل شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ پېرلې ده.
د فراه عامې روغتيا ریاست وايي، د څښاک پاکو اوبو د کمښت له امله په دغه ولایت کې د نسناستي ناروغي زیاته شوې او په تېره یوه میاشت کې ۱۲۴۲ پېښې یې ثبت شوې دي.
د فراه د مخابراتو ریاست وايي، د روشن مخابراتي شرکت څانګې په دغه ولایت کې له ټاکلې بيې په لوړه بیه د سیمکارټونو د پلورلو له امله تړل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP