Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې یې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني حل کړې ده.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالي کې د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې چې د اتو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
د لغمان یو شمېر مالداران چې پنیر هم جوړوي وایي، خوښ دي چې د دوی په لاس جوړ شوی پنير د افغانستان په ګډون د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم ډېر مینهوال لري او خلک یې د ډالۍ په توګه استوي.
د لغمان امنیه قومانداني وایي، نن سهار د کابل ــ جلالاباد پر لویه لاره د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په محمدعلي کڅ سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.
ستره محکمه وايي، په لغمان ولایت کې یوه مجرم او دوو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
لغمان کې یو شمېر سوداګرې میرمنې له حکومته غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې دې د ښځو ځانګړي سوداګریز مارکېټ د جوړولو درېدلې چارې بېرته پیل کړي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د اته میلیون امریکایي دالرو په لګښت د شاهي کانال پروژې د لومړي فاز چارې پیل شوې.
د لغمان د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې داخلي بېځایه شوو، بېرته راستنو شوو او نابینایانو لپاره یو ښوونیز مرکز جوړ او نن پرانیستل شو.
د لغمان ولایت سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند قلعه ټکه نواباد سیمه کې ۱۴ کورنیو د «پیریانو» له لاسه خپل کورونه پرېیښي دي.
د لغمان امنیه قوماني وایي چې په دغه ولایت کې تښتول شوی یو ماشوم یې له تښتوونکو ژغورلی او د تښتولو په تړاو یې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ کسان نیولي دي.
لغمان کې ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت مرکز او درېیو ولسوالیو کې د تېرې ورځې او شپې ورښتونو او سېلابونو له امله څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې، سلګونه جریب کرنیزه ځمکه تخریب شوې او نږدې ۵۰ کورونو زیانمن شوي دي.
لغمان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالي کې دوه کارګر ماشومان د کار پر مهال تر پاڼ لاندې شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن