کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۵): د لغمان د ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په دولتشاه ولسوالۍ کې د یوه کور نړېدو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د دولتشاه ولسوالۍ په خاص دولتشاه کلي کې شوې ده.
سرچینه زیاتوي، په یاده سیمه کې یو څلورپوړیز کور – چې د وروستیو بارانونو لا امله زیانمن شوی و – نړېدلی او له امله یې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.