Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ په «دولت کلا» سیمه کې د غلو یوه شپږکسیزه ډله نیول شوې ده.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په څرخ او ازرې ولسوالیو کې د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د دوو سربندونو جوړولو چارې پیل شوې.
د لوګر والي د دغه ولایت د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په ګډه غونډه کې ویلي چې اسلامي امارت د هېواد په کچه د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی او خبریالان باید د پېښو پر مهال حقیقت پټ نه کړي او د ولس ستونزو ته دې په بېطرفه ډول پوښښ ورکړي.
لوګر کې ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ۶۵ غوره ورزشکارانو ترمنځ د سوکوهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
سیمهییز مسوولین وایي چې د لوګر پوهنتون کې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د ۵۱ میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د شاوخوا ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت اوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د یوه خصوصي شرکت لهخوا د ۱۴ میلیون افغانیو په پانګونې د کرومایټ ډبرو د پروسس یوه کارخونه جوړه شوه.
د لوګر د ازرې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې تېره ورځ او شپه د د سخت ورښت له امله په دغه ولسوالۍ کې سېلابونه راوتلي چې د مالي زیانونو ترڅنګ یې درېیو کسانو ته مرګژوبله هم اړولې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو لوګر کې له مسلکي زدهکړو د ۱۲۶ کسانو فراغت په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې له پاکستان او ایران څخه تازه راستنو شوو کډوالو ته د مسلکي زدهکړو او کار زمینه برابره کړي.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت په کوربهتوب د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو د ۱۶۰ غوره لوبغاړو ترمنځ یو ورځنۍ رزمي سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې سږ کال د دغه ولایت په کچه د مڼو حاصلات ۱۹ زره مټریک ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله شاوخوا پنځه سلنه زیاتوالی ښیي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، ۱۴۳۰ قلمه هغه لرغوني اثار چې د لوګر د عینک مسو کال له ساحې ترلاسه شوي، د پاککارۍ، ابتدایي ترمیم، پېژندنې او ثبت په موخه مرکزي لابراتوار ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP