په لوګر کې د محمداغې ولسوالۍ د ښکار کلا د پولیسو ځانګړې قطعې ته د وارداتي برېښنا رسولو پروژې چارې پيل شوې.
په بغلان، لوګر، اروزګان او میدان وردګو ولایتونو کې نن له ۱۴زره ۹۱۴ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو او ګرمو جامو مرسته وشوه.
پُلعلم (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د لوګر په مرکز پُلعلم کې د ۲۲ ولایتونو د ووشو لوبډلو ترمنځ درې ورځنۍ سیالۍ پيل شوې. د هېواد
پلعلم (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): د لوګر د ازرې ولسوالۍ چارواکي وايي، د سیمهییزو مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړتوب د دې ولسوالۍ د دوو
سنځلې د افغانستان په مشهورو وچو مېوو کې راځي چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې موندل کېږي، خو د لوګر سنځلې بیا ځانګړی نوم او خوند لري.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم، محمداغې، برهکي برک او څرخ ولسوالیو کې د جګړو له امله د ویجاړو شوو نهو ښوونځیو بیارغونه پیل شوه.
د لوګر د کرکټ امریت مسوولین وایي، د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له ریاست سره په همغږۍ یې د «کتاب اوونۍ» په نوم د کرکټ ۳۰ اووریزې سیالۍ پيل کړې چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې یوه ښځه د نامعلومو کسانو له خوا په مرموز ډول وژل شوې ده.
د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو نندارتون جوړ شو.
د لوګر د خروار او ازرې ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتیایي خدمتونو ته بشپړ لاسرسی نه لري او خپل ناروغان د درملنې لپاره مرکز پلعلم او یا هم ګاونډیو ولایتونو ته بیايي.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي، د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیوایفپي) په مالي ملاتړ «کار د پیسو بدل کې» پروګرام له لارې د دغه ولایت په مرکز پلعلم، محمداغې او خروار ولسوالیو کې د بیارغونې پر څلورو پروژو کار پیل کړ.
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د خوړو نړۍوال پروګرام/WFP له لوري د «بابوس کانال» بیارغولو چارې پيل شوې.