پُلعلم (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د لوګر په مرکز پُلعلم کې د ۲۲ ولایتونو د ووشو لوبډلو ترمنځ درې ورځنۍ سیالۍ پيل شوې.
د هېواد د المپیک ملي کمېټې او سپورټ رییس انجنیر نظرمحمد مطمئن وویل چې دغه سیالۍ د ووشو ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو د انتخاب په موخه ترسره کېږي.
ده وویل، یادې سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي او له ۲۲ ولایتونو څخه ۱۲۷ لوبغاړي پکې ونډه لري.
د ووشو ملي فدراسیون رئیس بلبلشاه خالد هم د یادو سیالیو د پيل په مراسمو کې وویل: «د دغو سياليو په ترڅ کې به د ځوانانو کټګورۍ ساندا په برخه کې ۳۲ تنه او د تالو په برخه کې دوه تنه د ملي لوبډلې لپاره غوره شي.»
د لوګر ولایت د ورزش امر مزمل نعیمزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې لوبو ترسره کېدو لپاره پراخ تدابیر نیول شوي او د ووشو ورزشکاران کولای شي چې په دغه سیالیو کې په ډاډه زړه ونډه واخلي.
ښاغلي مزمل زیاته کړه، د ووشو ورزشي سیالیو نندارې ته د لوګر ولایت له مرکز پلعلم او بېلابېلو ولسوالیو څخه سلګونه نندارچیان هم ورغلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










