د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست او غازي نایب امینالله خان لوګري بنسټ له لوري د دغه ولایت په برهکي برک ولسوالۍ کې د نایب امینالله خان لوګري په اړه علمي سیمینار جوړ شو.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم او شپږو ولسوالیو کې یې غواګانو ته د پوستکي ویروسي ناروغۍ/ Lumpy Skin ضد واکسین پیل کړی چې په لړ کې به یې ۹زره غواګانې واکسین شي.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې قومي مشرانو په خپل شخصي لګښت د «کوټکي ګداخېلو» ښوونځي ودانۍ ورغوله.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري د لوګر په مرکز پل علم کې د ۱۸ کلبونو ترمنځ د کرکټ یوه میاشتنۍ رسمي سیالۍ وشوې چې اتلولي یې همت کرکټ لوبډلې خپله کړه.
د لوګر سیمهییز چارواکي وایي، د کورنیو چارو وزارت په مالي لګښت د دغه ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د ۱۴ ملکي او نظامي ادارو د ودانیو د بیارغونې چارې پيل شوې.
پلعلم (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۱): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دغه ولایت د مرکز پلعلم په ګډون په یو شمېر ولسوالیو
د لوګر امنیه قومانداني وايي، پرون مازدیګر د محمد اغې ولسوالۍ په تنګي واغجان سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان ټپيان شوي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم، محمداغې، څرخ او برهکي برک ولسوالیو کې د جګړې له امله ویجاړ شوي ۹ ښوونځي بېرته رغول کېږي.
د لوګر مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو مالداران وايي، په سیمو کې یې حیواني کلینیکونه نشته او هر کال یې ډېر څاروي د ساري ناروغیو له امله تلف کېږي.
د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت د څرخ ولسوالۍ په «ابجوش» سیمه کې د اوبو یوه شبکه جوړه شوه او ۳۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.
د لوګر په مرکز پل علم کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
پلعلم (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت د برهکي برک ولسوالۍ سلګونو ښوونکو ته به د «نواباد بابوکي»