منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۸ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوګر د بره‌‎کي برک ولسوالۍ سلګونو ښوونکو ته ځمکې وېشل کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۵ کتنې

پل‌علم (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت د بره‌کي برک ولسوالۍ سلګونو ښوونکو ته به د «نو‌اباد بابوکي» په دښته کې د استوګنې نومرې ووېشل شي.

د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل: د بره‎کي برک ولسوالۍ ښوونکو ته په نواباد بابوکي سیمه کې پر ۳۵۰ جریب ځمکه ښارګوټی جوړ شوی او تازه یې د خط ‌اچونې چارې پیل شوې دي.

هغه زیاته کړه، د ښارګوټي اړوند ټولې قانوني چارې بشپړې شوې او له خط اچونې وروسته به پر ۵۵۸ ښوونکو د سرپناه لپاره ځمکې ووېشل شي.

دی وايي: «د لوګر د پوهنې ریاست په هلو ځلو د بره‎کي برک ولسوالۍ د ښوونکو د سرپناه لپاره په نواباد بابوکي سیمه کې پر ۳۵۰ جریب ځمکه ښارګوټی جوړ شوی چې سر له ننه یې د خط اچونې چارې پيل شوې او په یوه اوونۍ کې به بشپړه شي، په دغه ښارګوټي کې به ۵۵۸ ښوونکو ته د سرپناه نومرې ووېشل شي.»

د بره‌کي برک ولسوالۍ ښوونکي خوښ دي چې پوهنې وزارت په خپله ولسوالۍ کې د استوګنې ځمکې ورکوي.

د محمداجمل په نوم ښوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر حکومت پر مهال د بره‎کي برک ولسوالۍ له ښوونکو سره د سرپناه لپاره د ځمکو د ورکړې ژمنې شوې وې خو عملې نه شوې.

هغه زیاته کړه: «ډېر خوښ یم چې زموږ په ولسوالۍ کې د ښوونکو ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې، زما غوښتنه دا ده چې په ټول هېواد کې دې په ښوونکو د استوګنې ځمکې ووېشل شي.»

د محمداغې ولسوالۍ یوه ښوونکي شریف الله پژواک خبري اژانس ته وویل، پوهنې وزارت ته په کار ده چې د لوګر د مرکز پل‎علم په ګډون د محمداغې، څرخ، بره‎کي برک، خروار او ازرې ولسوالیو ښوونکو ته هم د استوګنې نومرې ورکړي.

هغه زیاته کړه، د تېر نظام پر مهال په ډېرو ولسوالیو کې د ښوونکو ښارګوټي په نښه شوي، په یو شمېر ولسوالیو کې د ښارګوټو خط اچونه شوې او یو شمېر ښوونکو پيسې هم تحویل کړې دي، خو تر اوسه ځمکې نه دي ورکول شوې.

د یادونې ده، د پوهنې وزارت له لوري یوازې د لوګر د مرکز پل‎علم ښوونکو ته د سرپناه نومرې وېشل شوې او د پاتې ولسوالیو ښوونکو ته په خپلو ولسوالیو کې د سرپناه لپاره ځمکې ځانګړې شوې خو تر اوسه پورې نه دي وېشل شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه