Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو لوګر کې له مسلکي زدهکړو د ۱۲۶ کسانو فراغت په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې له پاکستان او ایران څخه تازه راستنو شوو کډوالو ته د مسلکي زدهکړو او کار زمینه برابره کړي.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت په کوربهتوب د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو د ۱۶۰ غوره لوبغاړو ترمنځ یو ورځنۍ رزمي سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې سږ کال د دغه ولایت په کچه د مڼو حاصلات ۱۹ زره مټریک ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله شاوخوا پنځه سلنه زیاتوالی ښیي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، ۱۴۳۰ قلمه هغه لرغوني اثار چې د لوګر د عینک مسو کال له ساحې ترلاسه شوي، د پاککارۍ، ابتدایي ترمیم، پېژندنې او ثبت په موخه مرکزي لابراتوار ته لېږدول شوي دي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار د نایب امینالله خان لوګري درې سوه بستریز روغتون کې د سترګو ناروغانو درملنې لپاره موقتي کمپ پرانیستل شو.
د لوګر د کرکټ امریت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کچه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ انټرکلب سیالۍ پیل شوې چې شاوخوا ۴۵ ورځې به دوام وکړي.
لوګر ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د نږدې ۳۷ میلیون ډالرو په پانګونه د ۴۰ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید یوې دستګاه او د ۱۲۶ میګاولټ امپیر په ظرفیت د یوه سبسټېشن جوړولو چارې پیل شوې.
لوګر کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNHCR) په مالي مرسته، د صلاحالدین ایوبي په نوم یوه ښوونځي ته د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر قومي مشرانو په یوه ولسي غونډه کې د اسلامي نظام او د ملي یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
لوګر کې ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د کونګفو توا ورزش یو ورځنۍ لوبې ترسره شوې چې پهکې ۱۴۰ لوبغاړو ګډون کړی و.
مسوولین وایي، د غزني او لوګر شپږو ولسوالیو کې د ۱۳۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۲ ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د ولایت په کچه د فوټسال سیالۍ ترسره شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP