د هلمند عامې روغتيا ریاست وايي، وړمه ورځ یوه افغان ډاکټر په دغه ولایت کې د ۲۰۰ پرې شونډې ماشومانو وړیا عملیات پيل کړي دي.
د پکتيکا په مټاخان ولسوالي کې له تېرو جګړو پاتې ناچاودې مرمۍ چاودنې يو ماشوم وژلی او دوه نور ټپيان شوي دي.
په هرات کې د لومړي ځل لپاره، یوه کلتوري مرکز د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ظرفیت لوړونې په موخه د کتاب لوستلو حلقې جوړې کړې دي.
د بدخشان سیمهییز مسوولین، د کم عمره ماشومانو له خوا د سختو کارونو پیلولو ته اندېښمن دي او وايي، د دغه ولایت له مرکز او څلورو ولسوالیو څخه د لومړنیو شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې ۷۷۰۰ ماشومانو دغه ډول کارونو ته مخه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، تېره اونۍ په افغانستان کې له ۱،۲ میلیون ډېرو ماشومان ته د شري ناروغۍ واکسین تطبیق شوى دی.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، په زلزلهځپلو سیمو کې یې د ماشومانو لپاره ۱۴۰ ګرځنده ټولګي جوړ کړي دي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د امريکا د تعليمي پراختيا ادارې ورسره ژمنه کړې چې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې به هغو ماشومانو ته د انلاين زدهکړو زمينه برابروي چې ښوونځيو ته لاسرسی نه لري.
د کندوز سیمهییز چارواکي وایي، د مخکني نظام له پرځېدو وروسته یونیسف له سیمهییز حکومت سره په همکارۍ د زیانمنو شوو سیمو ۵زره ماشومانو لپاره د لومړنیو زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
پژواک موندلي چې په افغانستان کې په تېرو شپږو میاشتو کې څاګانو ته د یوې امیدوارې مېرمنې او ۱۵ ماشومانو لوېدو خبرونه خپاره شوي او له دې ډلې پنځه ماشومان ژغورل شوي خو ۱۱ مړه شوي دي.
په ننګرهار کې د ځغاستې يا اتلاتيک فدراسيون له لوري د لومړي ځل لپاره د ۱۶۰ ماشومانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې یوه کورنۍ – چې ټول ماشومان یې معلول دي – له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او له حکومته د مرستو غوښتنه کوي.
د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د زهرا صدیقي په نوم یوې مېرمنې په لسګونو ماشومانو ته د وړیا زدهکړو زمینه برابره کړې ده.