ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې یوه فرهنګي مرکز ماشومانو ته د کتاب لوستلو حلقې جوړې کړې دي

هرات کې یوه فرهنګي مرکز ماشومانو ته د کتاب لوستلو حلقې جوړې کړې دي

author avatar
1 Oct 2022 - 17:31
هرات کې یوه فرهنګي مرکز ماشومانو ته د کتاب لوستلو حلقې جوړې کړې دي
author avatar
1 Oct 2022 - 17:31

هرات (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۱): په هرات کې د لومړي ځل لپاره، یوه کلتوري مرکز د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ظرفیت لوړونې په موخه د کتاب لوستلو حلقې جوړې کړې دي.

د دغه کلتوري مرکز مسوولین وایي، دغه حلقې د هېواد راتلونکي نسل ترمنځ د کتاب لوستنې فرهنګ  پراخولو په موخه رامنځته شوې دي.

هغوی زیاتوي، افغانستان په اوسنیو حالاتو کې پر اقتصادي بېوزلۍ سربېره، له فکري فقر سره هم مخ دی او اړتیا ده چې دې برخې ته ډېره پاملرنه وشي.

د کتاب لوستلو د دغو حلقو مسووله منیژه بهره له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، په هېواد کې ډېرې ستونزې د خلکو د ناپوهۍ او معلوماتو نشتوالي له امله رامنځته شوې او اړتیا ده چې د ټولنې په ځانګړې توګه د راتلونکي نسل علمي کچه لوړه شي.

نوموړې د کتاب لوستلو یوې حلقې ته په اشارې سره وویل، اوسمهال په دغه حلقه کې ۳۰ ماشومان شته، او د ماشومانو په خپله ژبه د زده‌کړې پر مهارتونو هڅې روانې دي.

د هغې په وینا، په دغه مرکز کې ماشومانو ته پر کتاب لوستلو سربېره، د نقاشۍ او خطاطۍ زده‌کړې هم ورکول کېږي.

په همدې حال کې، په هرات کې ځینې کورنۍ هم د دغه فرهنګي مرکز له دغه اقدامه هرکلی کوي او زیاتوي چې د دغه بهیر له پیله د دوی د ماشومانو په معلوماتو او سواد برخه کې د پام وړ بدلونونه لیدل کېږي.

عاقله یوه له هغو کسانو ده چې دوې کوچنۍ خویندې یې په دغه مرکز کې شاملې کړې دي؛ نوموړې وایي، دغه ډول پروګرامونه د ماشومانو لپاره ګټور دي.

نوموړې له ټولو کورنیو څخه غوښتنه کوي چې خپل ماشومان د پوهې او معلوماتو زیاتولو لپاره دغه ډول پروګرامونو ته واستوي، څو ماشومان یې روښانه راتلونکی ولري.

د دغه مرکز یوه بله زده کوونکې زینب رسا هم له پژواک سره خبرو کې د دغه ګام قدرداني وکړه او له ټولو خلکو او علمي – فرهنګي مرکزونو یې وغوښتل چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د علمي پرمختګ لپاره دغه راز پروګرامونه رهبري او مدیریت کړي.

هغې زیاته کړه، دغه پروګرام د ماشومانو لپاره یې ګټور تمام شوی او له ټولو کورنیو څخه یې وغوښتل څو خپل ماشومان په دغه ډول مرکزونو کې له لوست سره عادت کړي.

په همدې حال کې، د یاد فرهنګي مرکز ځینې ښوونکې په دې اند دي، هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې کتاب لولي، د هغو په پرتله چې مطالعه نه کوي، ډېر خوښ دي.

د دغه کلتوري مرکز یوې ښوونکې فاطمه پژواک خبري اژانس ته وویل، له شاوخوا دریېو کلونو راهیسې د ماشومانو لپاره دغه ډول غونډې جوړوي چې ډېرې اغېزناکې تمامې شوې دي.

د فاطمې په وینا، ډېرو کورنیو له دغه پروګرامه هرکلی کړی دی.

هغه له هغو کورنیو څخه چې تر دې دمه یې ماشومان دغه ډول پروګرامونو ته نه دي استولي، غواړي چې خپل ماشومان له مطالعې او کتاب لوستلو سره عادت کړي.

له بلې خوا، د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین ټینګار کوي چې حکومت په دغه ولایت کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د دغه ډول روزنیزو او ظرفیت جوړونې له پروګرامونو څخه پر ملاتړ سربېره هرکلی هم کوي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ امر جاوېد ضرغام وایي، د استاد عبدالواحد بهره «فرهنګسرا» تل د کتاب لوستلو فرهنګ خپرولو او نورو فرهنګي پروګرامونو لپاره هڅه کړې چې دا خپله د دغه ولایت فرهنګیانو لپاره د پیاوړتیا ټکی دی.

ضرغام له ټولو علمي او کلتوري بنسټونو وغوښتل څو د مطالعې او فرهنګي کارونو په وده کې هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د استاد عبدالواحد بهره په فرهنګي مرکز کې د یوې ډلې ښځو په ګډون د کتاب لوستلو حلقه جوړه شوې وه.

Visits: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.