د بغلان روغتيايي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې په تېره يوه مياشت کې شاوخوا زر ماشومان پر چيچک ناروغۍ اخته شوي دي.
تالقان (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۱): د تخار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين، په دغه ولایت کې پر درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر
د بغلان روغتيايي مسوولين وايي، په تېرو پنځو مياشتو کې په دغه ولايت کې ٤٣٩٧ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې شلو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
په کندهار کې نن د وږي په ۲۸مه، په داسې حال کې د ماشومانو د ګوزڼ/ پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو چې په تېر پړاو کې ۴۴ سلنه ماشومان له واکسینه پاتې شوي وو.
د پکتيکا امنيه قومنداني وایي، په مرکز ښرنه کې یې درې ماشومان نیولي چې د خلکو له موټرونو یې «ځیرک موبایلونه» غلا کول او بیا یې پر هټۍوالو پلورل.
د فراه د عامې روغتيا ریاست وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې ۵۴۰ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان په روغتونونو کې بستر شوي دي.
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست په دغه لایت کې د تېرو څلورو میاشتو پر مهال پر خوارځواکۍ د اخته ۳۰۰ ماشومانو د ثبت خبر ورکوي او وايي، له دې ډلې لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
. . .
د فارياب ولايت روغتيايي مسوولینو د مور له شېدو د تغذیې نړۍوالې اوونۍ د نمانځلو په مراسمو کې، په روان کال کې د ۱۱۷۳۰ ماشومانو پر شديدې خوارځواکۍ د اخته کېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې د دغې ناروغۍ له امله ۲۷ ماشومان مړه شوي دي.
د تخار د روغتیا مسوولین وایي، په وروستۍ یوې اوونۍ کې د دغه ولایت په اشکمش او بنګي ولسوالیو کې د اسهال پر ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰۰۰ ته رسېږي.
د لوګر چارواکي وايي، انسان تښتوونکو تېره ورځ د دغه ولایت له خروار ولسوالۍ څخه دوه ماشومان تښتولي وو چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې په مرکز پل علم کې وژغورل شول.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې دوه کم عمره هلکان او يوه نجلۍ ژورې څاه ته لوېدلي چې نجلۍ ژغورل شوې او هلکانو ژوند له لاسه ورکړی دی.