تالقان (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۱): د تخار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين، په دغه ولایت کې پر درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر تر ۱۵زرو ډېر ښيي او د دې ستونزې د هواري لپاره د يوې طرحې جوړولو خبر ورکوي.
د ژمي په رارسېدو او د کورنیو د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره هممهاله، زرګونه ماشومان له سهاره تر ماښامه د تالقانو ښار په واټونو کې درانه کارونه کوي.
يو شمېر دغه ماشومان له پژواک سره په خبرو کې اقتصادي ستونزې يو له مهمو لاملونو ګڼي چې له امله يې له زدهکړو بېبرخې شوي او د کمو عوایدو د ترلاسه کولو په بدل کې پر سختو کارونو بوخت دي.
لس کلن شبیراحمد یو له هغو ماشومانو دی چې درانه کارونه کوي او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره له سهاره تر ماښامه د تالقان ښار پر سړکونو ګرځي.
هغه وايي: «پلار مې د تېر حکومت پرمهال د امنيتي ځواکونو په ليکو کې و چې ووژل شو او اوس د اته کسیزې کورنۍ د نفقې دروند بار زما پر اوږو دی.»
د شبيراحمد په وينا، هره ورځ به په ټول توان هڅه کوي څو ښه عايد ترلاسه کړي؛ خو د کار نشتوالى او له ماشومانو کار اخيستلو ته د خلکو نه لېوالتيا د دې لامل شوي چې د ورځې ۱۰۰ افغانۍ وګټي چې د خپلې ۸ کسيزې کورنۍ د لګښت يوه برخه هم نه شي پوره کولاى.
احمد فواد له یادو ماشومانو بل دی چې وايي، د کورنۍ لپاره د سرپرست نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله سخت کار ته اړ شوی دی.
هغه زیاتوي: «د بازار په ورځو کې کاروبار ښه وي، کنه کار نشته؛ هره ورځ د تالقان ښار په شاوخوا کې لاسګاډی ګرځوم څو کار پیدا کړم؛ خو کار نشته، په کور کې نفقه ګټونګی نه لرو؛ په کور کې پنځه کسان یو، له حکومته غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.»
عبدالمطلب پر درنو کارونو بوخت یو بل ماشوم دی؛ هغه وايي: «پلار مې بوډا او ناروغ دی او زموږ د کورنۍ د نفقې پیدا کولو توان نه لري، زه مجبور شوم چې ښوونځي ته لاړ نه شم او سخت کار وکړم، څو وکولای شم چې د خپل پلار د درملنې لپاره پیسې او د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابره کړم.»
هغه چې غریو نیولی او ناهیلی ښکاري وايي، هیله یې درلوده چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او یوه ورځ د خپلې کورنۍ په درد وخوري؛ خو کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.
هغه وايي، اړ دی چې هره ورځ د تالقانو ښار پر سړکونو تېره کړي او د درنو کارونو له لارې د ورځې له ٥٠ تر ١٠٠ افغانۍ ترلاسه کړي.
هغه له حکومته غواړي چې د دوی د کورنۍ د اقتصادي ستونزو هواري او زدهکړو ته یې زمينه برابره کړي.
بلخوا کارپوهان په تخار کې د ماشومانو د شاقه کارونو زیاتوالي اندېښمن کړي او د هغوی د برخلیک او ناڅرګند راتلونکي خبره کوي.
په تالقان ښار کې یو کارپوه سمیعالله سیحون وايي، درنو کارونو ته د ماشومانو مخه کول، د یوې ټولنې د ناهیلۍ ښکارندویي کوي.
د هغه په وينا، په هېواد کې پر درنو کار بوختو ماشومانو راتلونکى ناهیلي کوونکی دی چې ښايي په راتلونکي کې له دغو ماشومانو جنسي استفاده وشي او پر غير اخلاقي کارونو او د نشهيي توکو قاچاق لاس پورې کړي.
سیحون له سرپرست حکومته غواړي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي څو ماشومان د سختو کارونو پر ځای پر زدهکړو بوخت او د خپل راتلونکي په اړه پوه شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








