ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فاریاب کې سږ کال زرګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته او ۲۷ ترې مړه شوي دي

په فاریاب کې سږ کال زرګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته او ۲۷ ترې مړه شوي دي

author avatar
9 Aug 2022 - 18:49
په فاریاب کې سږ کال زرګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته او ۲۷ ترې مړه شوي دي
author avatar
9 Aug 2022 - 18:49

مېمنه (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د فارياب ولايت روغتيايي مسوولینو د مور له شېدو د تغذیې نړۍوالې اوونۍ د نمانځلو په مراسمو کې، په روان کال کې د ۱۱۷۳۰ ماشومانو پر شديدې خوارځواکۍ د اخته کېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې د دغې ناروغۍ له امله ۲۷ ماشومان مړه شوي دي.

د مور له شېدو د تغذیې د نړۍوالې اوونۍ د نمانځغونډې په مراسمو کې – چې د فارياب د عامې روغتيا په رياست کې جوړ شوي وو – کمزوری اقتصاد، بېوزلي، په کورونو کې دوديز زيږون او د مور د شيدو د ګټو په اړه د پوهاوي نشتوالى، د ماشومانو د خوارځواکۍ پېښو د ډېرېدو اصلي لاملونه وبلل شول.

د فارياب د عامې روغتيا رييس ډاکتر عجب‌خان حميدي په دغو مراسمو کې وويل، په ولسواليو کې د يو شمېر روغتيايي مرکزونو د څارنې او ارزونې پر بنسټ په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې د تېر يوه کال په پرتله ډېرې شوې دي چې د اندېښنې وړ ده.

حميدي په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښو ډېرېدو لاملونه کمزوری اقتصاد، بېوزلي، په کور کې په دوديز ډول زېږون او د مور د شيدو د ګټو په اړه د پوهاوي نشتوالى وبلل او زياته يې کړه، کله چې ښځې د حمل پر مهال او له زیږون وروسته سالم او قوي خواړه ونه خوري، نه شي کولای خپل ماشوم ته کافي شیدې ورکړي او دا د ماشوم د کمزورۍ او خوارځواکۍ لامل کېږي.

هغه زیاته کړه، که څه هم چې په ۶۸ روغتیایي مرکزونو کې د خوارځواکۍ ناروغانو لپاره د یونیسف دفتر په همکارۍ یوه – یوه څانګه جوړه شوې او د خوارځواکۍ په اړه ښځو ته د مشورې او معلوماتو ورکولو په موخه ګرځنده ټیمونه هم فعالیت کوي؛ خو دا بسنه نه کوي، که نړۍوال سازمانونه د روغتیا نړۍوال سازمان او نور مرستندویه بنسټونه همکاري ونه کړي، د خوارځواکۍ او ان د مړینې پېښې به نورې هم زیاتې شي.

په ورته مهال، په فاریاب کې د MMRCA یا د صحتمندۍ پروژې دفتر د تغذيې مسوول ډاکتر بشیر‌احمد ظریف هم وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د شدیدې خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې چې د اندېښنې وړ دي.

ظریف وویل چې په تېر یوه کال کې په روغتونونو او د صحتمندۍ پروژې په مرکزونو کې پر شدیدې خوارځواکۍ ۱۱۷۳۰ اخته ماشومان ثبت او او بستر شوي او او ۸۹۲۴ ماشومان بېرته رغېدلي دي.‎

د نوموړي په وينا، په تېر يوه کال کې په ولايتي روغتون، د دوو ولسواليو روغتونونو او روغتيايي مرکزونو کې د شديدې خوارځواکۍ له امله د مړينې ۲۷ پېښې ثبت شوې دي.

بلخوا ډاکتر حبيب‌الله په “سف” موسسه کې د متوسطې خوارځواکۍ د پروګرام مسوول هم وايي چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې ٥٠ سلنه زياتې شوې دي.

هغه وویل، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ تر جون میاشتې، شاوخوا ۳۱۳۲۰ ماشومانو او په خوارځواکۍ اخته ۲۳ ماشومانو ته غذايي مواد وېشل شوي دي.

هغه زیاته کړه، دوی خوارځواکو ماشومانو ته تر رغېدو پورې د “RUSF” غذايي مواد او مېرمنو ته بیا «  Super Cereal» مواد وېشي.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.