د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، د متحده عربي اماراتو ۱.۸ میلیون امریکایي ډالر نغدي مرسته د روژې میاشتې په مناسبت له بېلابېلو هېوادونو راستنو شوو کډوالو ته وېشي.
د یونیسف له لوري د ننګرهار له شلو روغتیايي مرکزونو سره د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د سولري یخچالونو مرسته وشوه.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، اروپایي ټولنې له افغانستان سره څه باندې ۲۰ میلیون یورو مرسته کړې ده.
د م.م د بشري مرستو همغږيکوونکی دفتر (اوچا) وايي، بريتانيا له اړو افغانانو سره د مرستې په موخه د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره يو ميليون پونډ مرسته وکړه.
د لوګر پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت خلکو سږ کال د پوهنې بهیر پرمختګ او ستونزو هواري په موخه لس میلیون افغانۍ مرسته ورسره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې په تېره یوه میاشت کې یې افغانستان کې نږدې له ۷،۹ میلیون کسانو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې کړې دي.
د خوړو نړۍوال سازمان وايي، سوېلي کوریا له افغانستان سره څلور میلیون ډالر بشري مرسته کړې ده.
ننګرهار کې د سرې مياشتې ټولنې لسګونو بېسرپرسته کورنيو ته اوزې ووېشلې او د ځینو نورو وسایلو مرسته یې هم ورسره وکړه.
د بېړنیو خدمتونو د وړاندې کولو نړیوال صندوق «ګلوبل فنډ» وایي، په افغانستان کې یې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره څلور میلیون او اووه لکه ډالره مرسته تصویب کړې ده.
کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د هرت ولایت له زلزله ځپلو سره ۱۵۰ زره امریکایي ډالره مرسته وکړه.
د ننګرهار ولایت د کليو بیارغونې او پراختيا ریاست وايي، د دغه ولايت په روداتو ولسوالۍ کې يې له څه باندې ۱۵۰۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ کوونکی دفتر (اوچا) وايي، سویس له افغانستان سره ۱،۹ میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه.