Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): د هند د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره په ټیلېفوني اړیکه کې د تېرې شپې زلزلې له
د میدانوردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکزي بهسود ولسوالۍ کې له څه باندې زرو اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا لپاره یې څه باندې ۶.۳ میلیون ډالره بشري مرسته ترلاسه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، اروپايي ټولنه د افغان ماشومانو د ملاتړ، په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو لپاره چې له ګاونډیو هېوادونو راستنېږي، لس میلیون یورو مرسته کوي.
د افغاني سرې مياشتي ټولنه وايي، تېر کال یې له ۵۱۱ زره اړو کسانو سره مرستې کړې، ۳.۸ میليونه کسانو ته یې روغتيايي خدمات وړاندې کړي او څه باندې دوه زره د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمدنبي له ایرانه هېواد ته له راستانه شوو افغان کډوالو سره د خپل خیریه بنسټ له لارې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مسوول د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د دغه سازمان له خوا راستنېدونکو افغان کډوالو ته لس میلیونه ډالر نغدي مرسته ځانګړې شوې او هڅې کوي څو نورې مرستې هم راجلب کړي.
د جاپان حکومت، په افغانستان کې د پولیو د لهمنځه وړلو او د واکسین خدمتونو د پیاوړتیا لپاره له یونیسف سره پنځه میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړه.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په روان اوړي کې په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه کسان خوراکي مرستو ته اړتیا لري خو دغه بنسټ یوازې یو له میلیون کسانو سره مرسته کولای شي.
ناروې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه لس میلیونه نارویژي کرون (نږدې یو میلیون امریکايي ډالر) مرسته اعلان کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی چې ناروې له افغانستان سره ۴.۲۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
د هېواد د عامې روغتیا وزارت مسوولینو له نشهيي توکو سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د ۸۰ زره روږدو درملنه شوې، بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي او اوس عادي ژوند لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP