د ښوونځي اووم ټولګی یې پای ته نه و رسولی، لا یې هم ماشومانه هیلې یې درلودې او د کتابونو پاڼو کې یې خپل کوچني او لوی خوبونه لټول، خو پخواني رواجونو یې کتابونه وتړل، قلم یې ترې واخیست، په داسې یوه حالت کې یې پرېښوده چې د انتخاب هيڅ حق یې نه درلود.
د نورستان سیمهییز مسؤولین وایي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ په سیند کې ډوبه شوې او ژوند یې بایللی دی.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې ده.
د سرپل امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شیګل ولسوالي کې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ د ټوپک په وسیله ځان وژلی دی.
د غزني امنیتي مسولین وایي، د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې یوې پېغلې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.
د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یوې نجلۍ د یوې ودانۍ له نهم پوړه ځان راغورځولی خو ژوندۍ پاتې ده او دا مهال په روغتون کې بستر ده.
د غور په پسابند ولسوالۍ کې «د پلار له کوره د یوې نجلۍ وړلو» قضیې په تړاو، د دې ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان او د استخباراتو امر له پنځو نورو کسانو سره نیول شوي او بندیان شوي دي.
د فاریاب امنیتي مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په قرمقول ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو په تخار کې یوه نهه کلنه نجلۍ د تښتوونکو له منګولو ژغورلې او د تښتونې په تړاو یې دوه کسان هم نیولي دي.
تخار کې امنیتي سرچینې وایي، نامعلومو کسانو د یاد ولایت په خواجهغار ولسوالۍ کې یوه ۲۱ کلنه نجلۍ وژلې ده.
د لغمان امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې يوه ١٤ کلنه نجلۍ له تښتوونکو ژغورل شوې او په تړاو يې دوه کسان هم نيول شوي دي.