د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست سږ کال په دغه ولايت کې د پیازو حاصلاتو له ډېرېدو خبر ورکوي، وايي چې حاصلات به یې شاوخوا ۶۶ زره ټنو ته ورسېږي.
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، تېره ورځ د جلالآباد ښار کابلکمپ سیمه کې د ګمرک اړوند ځمکې پرسر راپورته شوې شخړه کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د ننګرهار په درهنور ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شپږکلنه دښمني د قومي مشرانو، ديني عالمانو او چارواکو په هلو ځلو پای ته ورسېده او روغه یې وکړه.
د ننګرهار يو شمېر کروندګر چې وروستيو ورښتونو او سېلابونو يې ځمکې، فصلونه او باغونه زيانمن کړي، له حکومته د مرستو غوښتنه کوي.
په ننګرهار او غزني ولایتونو کې د بېلابېلو پېښو له امله څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ننګرهار حکومتي چارواکي وايي، يوه چينايي شرکت د دغه ولايت کرنې برخه کې د پانګونې ډاډ ورکړی دی.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست سږ کال په دغه ولايت کې د شفتالو حاصلاتو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي چې حاصلات به یې نږدې نهه زره ټنو ته ورسېږي.
د ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ کې د جاپان د سولې او روغتيا موسسې له خوا د ۲ اعشاريه ۸ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو لګولو د يوې پروژې چارې پيل شوې.
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ پنځوس کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د ننګرهار په سرهرود ولسوالۍ کې د يوې خونې چت لوېدو پېښه کې دوه وړې نجونې مړې شوې او يوه بله ټپي ده.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې یو تن خپل نهه کلن ورور په تېروتنې سره د چرهیي ټوپک په ډز وژلی دی.
ننګرهار کې د يوه خيريه بنسټ له لوري د تلسيميا ناروغۍ د درملنې ۱۵ بستريز روغتون جوړ شو.