ننګرهار کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت دوربابا ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو له لوري ۷۰ کیلوګرامه خام چرس چې پاکستان ته لېږدول کېدل، نيول شوي خو قاچاقکوونکی یې په تېښته بریالی شوی.
د ننګرهار امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په رودات ولسوالۍ کې يوه نجلۍ خپل پلار وروسته له هغه وژلې چې یوه سپینږیري سړي ته یې ودوله خو هغې له دغه کاره انکار کړی و.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې دغه ریاست روان کال څه باندې ۸۷ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي او د اسلامي امارت خزانې ته یې سپارلي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، یوه کاناډايي سيلاني چې دغه ولايت ته په سیاحت تللی و، د اسلام مبارک دین قبول کړی دی.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په مالي لګښت د دغه ولايت په خوږياڼو او کوز کونړ ولسواليو کې د ناک او الوچو د نوو باغونو جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت د کانال شرکت مسوولین وایي، د دغې ادارې اړوند د خرما بڼ حاصلات به سږ کال د تېر کال په پرتله ډېر وي او ټاکل شوې چې تر ۲۳ ټنه خرما به ترې راټوله شي.
ننګرهار ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام کرکټ لس اووریزې سیالۍ پيل شوې.
د ننګرهار امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماين چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت د کانال رياست له لوري د خصوصي سکټور په پانګونه په ۲۷ او ۴۵ جریبه ځمکه باندې د مالټو دوه باغونه جوړېږي.
د ننګرهار ولايت په کوټ او چپرهار ولسواليو کې دوه دښمنۍ چې د څلورو کورنيو ترمنځ وې، د قومي مشرانو په منځګړیتوب په دوستۍ بدلې شوې.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، کوټ ولسوالۍ کې د يوې خونې چت پرېوتو له امله يوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او د کورنۍ پنځه نور غړي يې ټپيان شوي دي.
په غزني او ننګرهار ولايتونو کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP