Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې يوه پلار خپله پېغله لور وژلې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په رودات ولسوالۍ کې يوه نجلۍ خپل پلار وروسته له هغه وژلې چې یوه سپین‌ږیري سړي ته یې ودوله خو هغې له دغه کاره انکار کړی و.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ وياند سيدطیب حماد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه د دغه ولايت په روداتو ولسوالۍ شوې ده.

هغه زیاته کړه، یوه کس خپله ۱۶ کلنه لور يو سپين‌ږيري سړي ته د ډېر ولور په بدل کې ورکړې وه خو نجلۍ له هغه سره له واده کولو انکار کړی و، نو ځکه يې وژلې ده.

حماد وايي: «قاتل پلار له سیمې تښتېدلی خو امنيتي منسوبینو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.»

دغه راز د تسل نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې یاده نجلۍ د قرانکريم حافظه وه او پېښه تېره شپه شوې ده.

نوموړی له امنيتي ادارو وغوښتل چې د نجلۍ پلار ونيسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د ننګرهار په ځينو لرو پرتو سیمو کې د ولور په بدل کې ډېر عمر لرونکو کسانو ته د کم‌عمره نجونو ودولو پېښې شته خو دا لومړی ځل دی چې يو پلار خپله لور له واده د انکار له امله وژني.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.