د هرات ولایت یو شمېر مسګران د خپلو محصولاتو لپاره د بازار نشتوالي او د حکومت له خوا ترې د نه ملاټر له امله شکایت کوي او وايي، دغه لرغونی صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی او خلک هم مسي وسایلو ته چندان لېوالتیا نه لري.
په هرات کې یو شمېر هټۍوال د کار له نشتوالي، د بازار له کمرنګه کېدو او له دوکانونو یې د لوړو مالیاتو له اخیستلو شکایت لري؛ خو د مستوفیت مسوولین وایي چې د ټاکل شوي معیار پر اساس مالیات ټولېږي.