ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د چشت شریف ولسوالۍ خلک د روغتیایي مرکزونو له کموالي شکایت لري

د هرات د چشت شریف ولسوالۍ خلک د روغتیایي مرکزونو له کموالي شکایت لري

author avatar
25 Mar 2023 - 13:12
د هرات د چشت شریف ولسوالۍ خلک د روغتیایي مرکزونو له کموالي شکایت لري
author avatar
25 Mar 2023 - 13:12

هرات (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): د هرات د چشت شریف ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیایي مرکزونو له کمښت او د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، اوسمهال یوازې درې کلینیکونه فعالیت لري چې د ولسوالۍ نفوس ته په کتو کم دي.

د چشت شریف د مرکز اوسېدونکي خیرالله له پژواک اژانس سره په خبرو کې وویل، د دغې ولسوالۍ کلینیکونه د درملنې اسانتیاوې نه لري او دوی اړ دي چې د هرې ناروغۍ د درملنې لپاره هرات ښار ته ولاړ شي.

د هغه په وینا، په یادې ولسوالۍ کې روغتیايي خدمتونه کمزوري دي او باید ولسوالۍ ته یې -چې د حکومت لپاره یوه عایداتی سرچینه ده- په هره برخه کې پاملرنه وشي.

دغه راز د چشت شریف یو بل اوسېدونکی جمعه‌ګل وايي چې د ولسوالۍ او هرات ښار ترمنځ لاره هم ډېره خرابه ده او تګ راتګ پرې ستونزمن دی.

هغه زیاته کړه: «دلته نه د ناروغانو د درملنې لپاره ځای شته او نه هم ښار ته د انتقال لاره.»

نوموړی وايي، ښار ته د ناروغ لېږد د هغه د له منځه تلو لامل ګرځي چې څو ځله يې داسې پېښې لیدلې؛ خو د دوی غږ تر اوسه نه دی اورېدل شوی.

د چشت شریف اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې د روغتیایي مرکزونو جوړېدو غوښتنه کوي او وايي، لږ تر لږه د پنځو نورو کلینیکونو په جوړېدو او مجهز کېدو سره دې د ځايي خلکو روغتیايي ستونزې تره یوه بریده حل شي.

له بلې خوا، د هرات د چشت شریف ولسوالۍ سرپرست له پژواک سره په خبرو کې وویل، د دې ولسوالۍ په کلينيکونو کې مجرب ډاکټران، امکانات او درمل د خلکو روغتيايي اړتياوو ته ځواب ویلی شي.

همداراز، د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین په روغتیايي مرکزونو کې د اسانتیاوو کمښت او ستونزې مني، خو وايي چې دغه اداره له روغتیایي موسسو سره په همغږۍ هڅه کوي څو د هرات ټولو ولسوالیو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي.

د هرات د عامې روغتیا مرستیال ډاکتر محمداصف کبیر وایي، که څه هم د مرستندویه بنسټونو او موسسو فعالیت په روغتیايي برخو کې کم شوی، خو په ولسوالیو کې د شته کلینیکونو روغتیایي خدمات درېدلي نه دي.

د چشت شریف د اوسېدونکو په باور، درې کلینیکونه هغه هم پرته له درملو او اسانتیاوو د دغې ولسوالۍ لپاره چې ۱۸۶ کلي لري، کافي نه دي.

سره له دې چې چشت شریف د کانونو پر درلودلو د ځايي ادارې او مرکزي حکومت یوه له عایداتي ولسوالیو ګڼل کېږي، خو د سړک او کلینیک جوړولو برخو کې د دغو خلکو غوښتنو ته پاملرنه نه ده شوې.

Visits: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.