ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې هټۍ‌وال له لوړو مالیاتو شکایت کوي

هرات کې هټۍ‌وال له لوړو مالیاتو شکایت کوي

author avatar
13 Mar 2023 - 15:01
هرات کې هټۍ‌وال له لوړو مالیاتو شکایت کوي
author avatar
13 Mar 2023 - 15:01

هرات (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): په هرات کې یو شمېر هټۍ‌وال د کار له نشتوالي، د بازار له کمرنګه کېدو او له دوکانونو یې د لوړو مالیاتو له اخیستلو شکایت لري؛ خو د مستوفیت مسوولین وایي چې د ټاکل شوي معیار پر اساس مالیات ټولېږي.

هټۍ‌وال وایي، حکومت پرته له دې چې د دوی عواید په پام کې ونیسي، ډېر لوړ مالیات ترې ټولوي.

د یاد ولایت د هټۍ‌والو په وینا، سره له دې چې د اقتصادي ستونزو له امله د لوړو مالیاتو د ورکړې توان نه لري، خو اړ دي چې د ښاروالۍ او مستوفیت ادارو ته پیسې ورکړي او له دې پرته یې دوکانونه د دغو بنسټونو له لوري تړل کېږي.

په هرات ښار کې یو یخن پلورونکی بصیراحمد له پژواک سره په خبرو کې وویل، په اوس وخت کې د اقتصادي ستونزو له امله د یخن لرونکو لباسونو له پېرلو او اغوستلو سره د خلکو لېوالتیا کمه شوې او دې چارې د هغو پر کاروبار ۵۰ سلنه منفي اغېز کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، کار نشته او د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره له هېواده بهر تلل هم ستونزمن شوی دی.

د هغه په وینا، ان د دوکان کرایه هم په ډېرې سختۍ سره پیدا کوي.

د وحید په نوم یوه بل هټۍوال د بصیراحمد د خبرو پر تایید سربېره پژواک ته وویل، په اوسنیو شرایطو کې چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، ډېری دوکانداران د مالیاتو ورکولو توان نه لري.

وحيد زياته کړه، مالیات د تېر په څېر له عوايدو سره نه سنجول کېږي او د مستوفيت کارکوونکي ترې د عوايدو په پرتله ډېره ماليه اخلي.

د هغه په ​​وينا، د ماليې ورکړه د سوداګرو، هټۍوالو او يا هر هغه کټګورۍ دنده ده چې په ‎قانون کې مشخص شوي او په دې برخه کې بايد د دغه ولايت مستوفیت اداره يوه مسلکي کمېټه وټاکي څو د بازار وضعیت ته په کتلو مالیات تصفیه کړي.

په ورته مهال، ‎په هرات کې هټۍوال له مسوولينو غواړي چې د بازار خرابوالي او د توکو بيو لوړوالي ته پام ورڅخه مالیات واخلي؛ ځکه چې د هغو په وینا، ډېره ماليه د لومړنیو توکو د بيو لوړېدو لامل کېږي او ورسره د خلکو اقتصادي وضعیت ته هم زیان رسېږي.

بل‌خوا، د هرات د مستوفیت مسوولین وايي چې دوی د ټاکل شوو معیارونو پر بنسټ مالیه راټولوي.

د هرات د مستوفیت ریاست د عوایدو امر همایون توخي وايي، د مالیاتو ټولول یوه قانوني پروسه ده او د حکومت له لوري ورته د ورکړل شوو معیارونو په پامنیوي سره پر مخ وړل کېږي چې د توکي نوعیت، د دوکان خدمات، موقعیت، خرڅلاو، د پېرېدونکو تراکم او د دوګان پانګې ته په کتلو مالیات ټولوي.

د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د هرات په مرکز کې له۵۰ زره ډېر دوکانونه او کارخونې فعاليت لري چې پکې له ۳۰۰ زرو ډېرو کسب‌ګرو او نورو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

Visits: 160

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.