ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د چشت شریف اوسېدونکي د دغې ولسوالۍ او مرکز ترمنځ سړک رغولو غوښتنه کوي

د هرات د چشت شریف اوسېدونکي د دغې ولسوالۍ او مرکز ترمنځ سړک رغولو غوښتنه کوي

author avatar
13 Mar 2023 - 16:12
د هرات د چشت شریف اوسېدونکي د دغې ولسوالۍ او مرکز ترمنځ سړک رغولو غوښتنه کوي
author avatar
13 Mar 2023 - 16:12

د هرات ښار (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د هرات ولايت د چشت شريف اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د معياري سړکونو له نشتوالي شکايت لري او د دغه ولايت له سیمه‌ییزي ادارې غواړي چې دوی ته د اسانتياوو برابرولو برخه کې لاس په کار شي.

یاده ولسوالي د هرات ښار د ختیځ په ۱۷۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې اته کانونه هم لري.

د چشت شریف ولسوالۍ اوسېدونکي د دغه سړک پخېدل خپله ستره غوښتنه بولي او وايي، اسلامي امارت دې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د هرات ښار او چشت شريف ترمنځ لارې يوه موټرچلوونکي محمدمعروف له پژواک سره په خبرو کې وويل، د سهار له ۸ بجو یې حرکت کړی او د مازيګر تر ۴ بجو یې تر دې ولسوالۍ پورې شاوخوا ۹  ساعته مزل کړی دی.

د نوموړي په وینا، که سړک قیر شي په کم وخت کې او پرته له عوارضو به مقصد ته ورسېږي.

هغه وايي، اوس د لارې خرابوالي له امله مسافر د ستړيا کمولو په موخه څو ځله له موټره کښته کېږي.

د چشت شریف ولسوالۍ یو اوسېدونکی خیرالله هم له پژواک سره په خبرو کې د محمدمعروف د خبرو په تایید سره وايي، د دوی په ولسوالۍ کې د سړک خرابوالي له امله کم کسان ښار ته تګ راتګ کوي.

هغه چې د چشت په بازار کې هټۍ لري وايي، څو چې اړ نه شي نو سودا اخیستلو پسې هم ښار ته نه ځي.

بلخوا، د یادې ولسوالۍ د یوه بل اوسېدونکي محمدناصر په وینا، ډېر وخت د سړک خرابوالي له امله بېړني ناروغان ښار ته د لېږد پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړي وویل، څو ځله یې اورېدلي یا لیدلي چې ناروغان د ښار مرکز ته په لاره کې مړه شوي دي.

ناصر زیاتوي، په چشت کې روغتیايي خدمتونه او طبي امکانات هم کم دي او د دې ولسوالۍ خلک ښار ته مراجعه کوي.

په ورته وخت کې، د چشت شريف ولسوالۍ امنيه قوماندان شمس‌الحق حماس وايي، د چشت د خلکو تر ټولو لویه هيله دا ده چې د دې ولسوالۍ سړک پوخ شي.

هغه هیله څرګندوي چې د هېواد په مرکز کې دې د اسلامي امارت مسوولین د دغو خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه‌راز، د هرات ولایت د ټولګټو چارو رییس مولوي محمدادریس وايي، دغه اداره اوسمهال د کشک کهنه او ګلران ولسوالیو د سړک قیر کولو پلان لري، خو که بودجه ورته ورکړل شي نو د چشت ولسوالۍ سړک به هم د سږ کال په پلان کې شامل کړي.

هغه زیاته کړه، له مرکزي حکومت سره د تفاهم له مخې هر هغه شرکت چې د دې ولسوالۍ پر کانونو او یا د غور سرب پر کان پانګونه وکړي، لومړی باید د دغه سړک د قیرکولو په برخه کې همکاري وکړي.

د یادونې ده، د سلما بند چې د هېواد په لوېدیځه حوزه کې د اوبو له سترو بندونو دی او د مرمر ډبرو یو لوی کان هم د دغه ولایت په چشت ولسوالۍ کې موقعیت لري.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي له کلونو راهیسې د سړک پخېدو په هیله دي خو تر اوسه یې دغه ارمان نه دی پوره شوی.

Visits: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.