د هرات د یو شمېر ولسوالیو د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، روغتیايي خدمتونو ته نږدې لاسرسی نه لري او ناروغان د درملنې لپاره په اوږدو لارو او ډېر لګښت تر روغتيايي مرکزونو لېږدوي او زیاتوي چې حکومت باید د دوی دې ستونزې رسېدنه وکړي.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، د هرات ښار په درېیمه، یوولسمه، دوولسمه او دیارلسمه ناحیو کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د څلور بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې.
له ایرانه د افغان کډوالو ایستلو د نوې څپې له پیلېد سره ډېرې ښځې تش لاس، له ترخو خاطرو او نامعلوم برخلیک سره هېواد ته راستنې شوې دي، خو د دې ستونزو ترڅنګ په هرات کې یوې ښځې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو سره لسګونو دغو راستنو شوو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
په پاشدان بند کې د لامبو وهلو پر مهال د مړینو له څو پېښو وروسته د هرات والي اړوندو ادارو ته امر کړی چې سر له ننه دې په دغه بند کې خلکو ته د خوندیتوب ټول لازم امکانات برابر شي.
هرات کې د تجسمي هنرونو دودېدو او د انځورګرۍ فرهنګ پراختیا په موخه د «رنګینکمان» په نوم پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
هرات کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کشک کهنه، رباط سنګي او انجیل ولسوالیو کې د نږدې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو ښوونځیو د ودانیو د ترمیم او احاطوي دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې.
له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تر پیلېدو وروسته، د هرات سلګونه اوسېدونکي «د همدردۍ او همکارۍ کاروان» په نوم د کمپاین په پیلولو سره د هرات اسلامکلا بندر ته ولاړل څو په یوه بېساري اقدام کې راستانه شوي کډوال په داوطلبانه او وړیا ډول تر هرات ښاره ولېږدوي.
هرات کې یو شمېر کروندګر په دغه ولایت کې د وچکالۍ دوامداره کېدو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي چې د تېرو کلونو په پرتله په هرات کې د شولو په کښتونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د هرات ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د صنعتي ښارګوټي د عمومي سړک پخولو پروژې چارې د نږدې ۵۱ میلیون افغانیو په لګښت پيل شوې.
د هرات د زندهجان ولسوالۍ د «غارموشک» سیمې اوسېدونکي وايي، د دغه کلي د یوازېني روغتیايي مرکز فعالیت له پنځو میاشتو راهیسې درېدلی او دوی اوس دغلته لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري.
هرات کې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو وضعیت ته د اغېزناکې رسېدنې په موخه د دولتي بنسټونو او خصوصي سکټور د استازو په ګډون بېړنۍ کمېټه جوړه شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، هغو ایراني حاجیانو ته چې له سعودي د افغانستان له لارې خپل هېواد ته ځي، تر یوې میاشتې د ویزې معافیت ورکړل شوی او په هرات کې یې ادارو ته سپارښتنه کړې د هغوی د خوندي لېږد لپاره لازم تدابیر ونیسي.