کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولي ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، هغو ایراني حاجیانو ته چې له سعودي د افغانستان له لارې خپل هېواد ته ځي، تر یوې میاشتې د ویزې معافیت ورکړل شوی او په هرات کې یې ادارو ته سپارښتنه کړې د هغوی د خوندي لېږد لپاره لازم تدابیر ونیسي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې په سیمه کې د نوي وضعیت او د افغانستان له لارې د ایراني حجاجو د لېږد په تړاو خبرې وشوې.
یاد وزارت لیکلي، په سر کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر پر ایران د اسرئیل برید وغانده او دغه اقدام یې د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض وباله.
متقي ویلي، افغانان د ایرانيانو ترڅنګ ولاړ دي او اسلامي امارت چمتو دی چې د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو راګرځېدو برخه کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې، د ریاستالوزراء د مقام له پرېکړې سره سم، هغو ایراني حاجیانو ته چې له سعودي د افغانستان له لارې خپل هېواد ته ځي، تر یوې میاشتې د ویزې معافیت په نظر کې نیول شوی او دغه راز په هرات کې د ا.ا ادارو ته سپارښتنه شوې چې د هغوی د خوندي لېږد لپاره ټولې لارې چارې په نظر کې ونیسي.
خبرپاڼه زیاتوي، د ایران سفیر د وروستي وضعیت په تړاو د خپل حکومت دریځ بیان کړ او د اسلامي امارت له خوا ایراني حجاجو ته د اسانتیاوو چمتو کولو له امله یې مننه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو اړیکو کې د ستاینې وړ اقدام وباله.
بیکدلي هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو اړوند ارګانونه وتوانېږي چې د ایراني حجاجو د لېږد بهیر په بریا سره پای ته ورسوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP