متقي: هرات کې مو ادارو ته د ایراني حاجیانو د خوندي لېږد لپاره د لازمو تدابیرو سپارښتنه کړې
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، هغو ایراني حاجیانو ته چې له سعودي د افغانستان له لارې خپل هېواد ته ځي، تر یوې میاشتې د ویزې معافیت ورکړل شوی او په هرات کې یې ادارو ته سپارښتنه کړې د هغوی د خوندي لېږد لپاره لازم تدابیر ونیسي.


