Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې له ایرانه د راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې لپاره بېړنۍ کمېټه جوړه شوه

هرات (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): هرات کې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو وضعیت ته د اغېزناکې رسېدنې په موخه د دولتي بنسټونو او خصوصي سکټور د استازو په ګډون بېړنۍ کمېټه جوړه شوې ده.

د هرات ولایت مقام استازي مفتي محمدیوسف سعیدي وویل چې دغه پرېکړه د هرات د والي شیخ مولانا نوراحمد اسلام‌جار په مشرۍ هغې غونډه کې وشوه چې یو شمېر سوداګرو، صنعت‌کارانو او د بېلابېلو ټولنو مسوولینو ګډون په کې درلود.

مفتي سعیدي زیاتوي، په دې غونډه کې د راستنو شوو کډوالو وضعیت و ارزول شو او دغه‌راز د هغوی د بېړني ملاتړ د لارو چارو، په ځانګړې توګه د خوراکي توکو، سرپناه او کاري زمینو برابرولو په اړه بحث وشو.

د هرات والي په یاده ناسته کې د خصوصي سکټور له همکارۍ د ستاینې ترڅنګ د اړوند بنسټونو او خصوصي برخو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ په اړتیا ټینګار کړی او څرګنده کړې یې ده چې له ایرانه د کډوالو د راستنېدو لړۍ په چټکۍ دوام لري او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کول د ټولو ګډ مسوولیت دی.

بلخوا، سوداګرو او د بېلابېلې ټولنو استازو هم د ځايي ادارې له نوښته د هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه چې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې به د کارموندنې لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د ویلو ده، د شته شمېرو پر اساس، د ورځې نږدې اته زره افغان کډوال له کورنیو سره او انفرادي ډول د اسلام‌کلا بندر له لارې هرات ته راځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.