د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې يوه کس تېره شپه خپل زوم وژلی دی.
د افغانستان او ایراني پلاوو ترمنځ په کابل کې د کتنې په پای کې پرېکړه وشوه چې د هلمند سیند د اوبو تړون مطابق، د ایران د حقابې د ورکړې د درېیو ځايونو د ټاکل کېدو عملي چارې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم ډېر ژر پیل شي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، نن غرمه د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې يو دوه کلن هلک ژورې څاه ته لوېدلی دی.
کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): د کورنيو چارو سرپرست وزير خليفه سراجالدين حقاني وایي، د بنسټيزو پروژو ساتنه او پالنه افغانستان د ځان بسياينې پر
لښکرګاه (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): په هلمند کې د ادارې او روغتیا د ودې موسسې/ OHPM له خوا له ۷۸ روغتیايي مرکزونو سره د ۱۲
د هلمند مسؤولین وايي چې په نادعلي ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودېدو له امله شپږ تنه ټپیان شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، امنیتي ځواکونو پرون د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو ماشوم د سړي تښتوونکو له بنده خوشی کړی او په تړاو یې دوه کسان نيولي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، پرون د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې یو کس له ۳۵ لاسي بمونو سره یو ځای نیول شوی دی.
لښکرګاه (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۱): د هلمند د عامې روغتيا ریاست وايي، د دغه ولایت په بست روغتون کې يې د پښتورګو ناروغانو د درملنې
نن سهار د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو څلور کلن هلک ژورې څاه ته لوېدلی او دا مهال یې د ژغورنې هڅې روانې دي.
د ایران د انرژۍ وزیر علياکبر محرابیان ویلي، ډېر ژر به افغانستان ته رسمي سفر وکړي او له افغان چارواکو سره به د هلمند سیند حقابې پر موضوع وغږېږي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې د دغه ولایت په خانشین ولسوالۍ کې يوه پلار خپل شپږ کلن زوی وژلی او په يوه بله پېښه کې يوه ماشومه اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې ده.