منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې له ۷۸ روغتیايي مرکزونو سره د طبي وسایلو مرسته وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۰ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): په هلمند کې د ادارې او روغتیا د ودې موسسې/ OHPM له خوا له ۷۸ روغتیايي مرکزونو سره د ۱۲ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۴۷ قلمه طبي وسایلو مرسته وشوه.

پر روغتیايي مرکزونو د دغو وسایلو وېش پر مهال د یادې موسسې مشر ډاکټر بشیراحمد شاکر پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مرسته د هلمند پر هغو ۷۸ روغتیايي مرکزونو وېشل کېږي چې د طبي وسایلو له کمښت سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، په دې مرسته کې د ۱۲ میلیون افغانیو په ارزښت مېز، څوکۍ، الټراساونډ او CBC ماشینونو او نور د اړتیا وړ وسایل شامل دي.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر نقیب الله فاتح له روغتیايي مرکزونو سره شوې یاده مرسته ارزښتناکه وبلله.

هغه پژواک ته وویل، مرسته شوي توکي به هغو روغتیايي مرکزونو ته ورکړل شي چې د وسایلو له کمښت سره مخ دي.

دی وايي، په دې توګه به روغتیايي مرکزونه د دې جوګه شي چې خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي.

د هلمند اوسېدونکي هم له روغتیايي مرکزونو سره د دې مرستې هرکلی کوي او وايي، په دې وروستیو کې د وسایلو کمښت د روغتیايي مرکزونو خدمات ټکني کړي وو.

د ادارې او روغتیا د ودې موسسې څو ورځې مخکې د هلمند له ولایتي روغتون (بُست) سره هم د ۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د وینې د تصفیې د دوو ماشینونو مرسته کړې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا