ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: د بنسټیزو پروژو ساتنه او پالنه افغانستان د ځان بسیاینې لور ته بیایي

حقاني: د بنسټیزو پروژو ساتنه او پالنه افغانستان د ځان بسیاینې لور ته بیایي

author avatar
9 Aug 2022 - 08:01
حقاني: د بنسټیزو پروژو ساتنه او پالنه افغانستان د ځان بسیاینې لور ته بیایي
author avatar
9 Aug 2022 - 08:01

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): د کورنيو چارو سرپرست وزير خليفه سراج‌الدين حقاني وایي، د بنسټيزو پروژو ساتنه او پالنه افغانستان د ځان بسياينې پر لور بيايي.

د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې خلیفه حقاني دا څرګندونې هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې د کجکي برېښنا له بنده د ليدنې پر مهال کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، سرپرست وزیر د دې لیدنې پر مهال امنيتي مسوولينو ته جدي سپارښتنه وکړه چې په ټول توان د دې بنسټیزې پروژې ساتنه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي د کجکي بند له تخنيکي مسوولينو او انجنيرانو سره هم وليدل؛ د هغوى د زیار او هڅو ستاينه يې وکړه او ویې وهڅول چې د داسې ټولګټو پروژو په کار کې تر وروستي حده زيار وباسي.

نوموړي په ټينګار سره وويل چې د داسې بنسټيزو پروژو رغول او ساتل د افغانستان اسلامي امارت له لومړيتوبونو دي او باور لري چې پر خپلو پښو درېدو لپاره تر ټولو غوره لار همدا ده.

 

Visits: 409

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.