د راپورونو له مخې، په پاکستان او هند کې د ځینو هوایي ډګرونو فعالیتونه درېدلي، د پاکستان او شمالي هند پر هوایي حریمونو الوتنې نه کېږي او پاکستان ویلي چې تېره شپه یې د هند ۱۲ بېپیلوټه الوتکې غورځولې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان کړکېچ په تړاو وایي، امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی، دواړه لوري دې له زغم کار واخلي او ستونزې دې د ديپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت «د پاکستان – هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه یې اغېزې» تر سرلیک لاندې په یوه ناسته کې ویلي چې ا.ا ته سیمهییز ثبات او امن مهم دی او هڅه به یې دا وي چې دا شخړه له سولهییزې لارې هواره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP