د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې واک ته د ا.ا له رسېدو مخکې په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو لپاره د خدماتو وړاندې کولو یوازې ۸۰۰ سایټونه موجود وو، خو اوس دغه شمېر ۳۲۰۰ سایټونو ته رسېدلی چې له لارې یې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو او میندو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.