د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، په راتلونکي ۱۴۰۴ کال کې په ټول هېواد کې ۱۶ میلیونه مثمر او غیرمثمر نیالګي کېنوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې تېر زېږدیز کال یې درې میلیون او ۵۰۰ زره زدهکوونکو ته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې درسي توکي وېشلي دي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې نن د کب لومړۍ نېټه د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو احتمال شتون لري.
اړوندو ادارو راتلونکو درې ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو، واورې ورېدو او دغه راز په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو د کچې لوړېدو خبر ورکړی دی.
د مالیې وزارت وایي چې تېره اونۍ د ګمرکونو ریاست د څارنې ګرځنده کارکوونکو څه باندې ۵۷ زره کیلوګرامه قاچاقي توکي نیولي دي.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال له پیله تر اوسه هېواد کې څه باندې ۲،۴ میلیون برېښنایي پېژندپاڼې وېشلي او وايي، که بهرني تمویل کوونکي پیدا کړي نو د الکترونیکي تذکرو بیه به ټیټه شي.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې سږ کال په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د تېر ۲۰۲۴ میلادي کال په ۱۱ میاشتو کې د هېواد په کچه روغتیايي مرکزونو کې د زېړي ناروغۍ ۱۴ زره او ۷۰۰ شکمنې پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۱۴۰ کسان مړه شوي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، تېرو نهو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه د دغه وزارت د تخنیکي او حرفوي زدهکړو له مرکزونو ۳۴ زره کسان فارغ شوي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د پاکستان په ګډون له هېڅ کوم هېواد سره د افغان نجونو لپاره د سکالرشیپونو تړون نه لري او په دې تړاو ټولې ادعاوې بېبنسټه دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین درې ورځنی فرعي کمپاین پیل شو چې په ترڅ کې به یې شپږ میلیون ماشومان واکسین شي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان اعلان کړی چې په تېرو درېیو میاشتو کې له پاکستان او ایرانه ۹۸۳ زره او ۵۵ افغان کډوال په خپله خوښه او جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.