وحیدالله کلیمزی هېواد ته راستون شو
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وایي، په تېر حکومت کې د کونړ او غزني ولایتونو والي او د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې مرستیال وحیدالله کلیمزی د دغه کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستون شو.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وایي، په تېر حکومت کې د کونړ او غزني ولایتونو والي او د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې مرستیال وحیدالله کلیمزی د دغه کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستون شو.
یو شمېر نړۍوالو بنسټونو د هېواد ځینو ولایتونو، په ځانګړي ډول بغلان کې د سېلابځپلو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، بلخوا ځینو اشخاصو له دغو سېلابځپلو سره نغدي مرستې اعلان کړې دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په اتو ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې، ناڅاپي سېلابونو راتلو د احتمال خبر ورکوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایران څخه ۱۰ زره او ۹۹۷ افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې، برېښنا، ناڅاپي سېلابونو راتلو له احتمال خبر ورکوي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۵۲ زره ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۵۹۰۰ ټنه نور صادر او ترانزیټ شوي دي.
د ا.ا مرستیال ویاند وايي، په روانه غويي میاشت کې د هېواد په مرکز او ځینو ولایتونو کې د اتو مهمو پروژو چارې پیل شوې چې ۴۱ اعشاریه ۷۷ میلیارده افغانۍ لګښت یې حکومت او ۲.۴۷۰ میلیارده افغانۍ لګښت یې خصوصي سکټور ورکوي.
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت وايي، د هېواد په پنځلسو ولایتونو کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د ورښتونو له امله ۸ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي، څو جریبه کرنیزه ځمکه او لسګونه کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ کړٍي دي.
سبا د هېواد په ټولو ولایتونو کې له پنځو کلونو کمعمره ۱۰،۷ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ (پولیو) واکسین او ويټامين اې (A) ورکولو کمپاین پیلېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه شاوخوا ۱۷۳۳۷ افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په تېرو دوو ورځو کې ۱۶۷ افغان کډوالې کورنۍ چې ۸۳۷ کسان کېږي، له پاکستانه په زور هېواد ته رااړول شوي دي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو او د ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.
شمال کې د خوړو نړۍوال پروګرام مسوولین وایي، دغه سازمان به روان میلادي کال کې د هېواد په شمال زون کې له دوه میلیون او په ټول هېواد کې له اوو میلیون کسانو سره مرسته وکړي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سبا د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د اوبو او برېښنا وزارت سږ کال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې په داسې حال کې د ۱۵۵ چکډیمونو جوړولو پلان لري چې تېر لمریز کال درېیو وزارتونو د هېواد په ډېری ولایتونو کې ۱۹۸ چکډیمونه جوړ کړي دي.
د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي چې د اختر په څلورو ورځو کې ټول هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله ۵۰ کسان مړه او ۱۸۵ نور ټپیان شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۳۳ کسان مړه، ۲۷ نور ټپیان او څه باندې ۶۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول وېجاړ شوي دي.
د حج او اوقافو وزارت وایي، د سترې محکمې د میاشتې لیدلو کمېټې له رسمي اعلان وروسته دې په ټول هېواد کې د کوچني اختر لمونځ د سهار په اووهنیمو (۷:۳۰) بجو ادا شي.
ستره محکمه وایي چې د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې، د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۲۸۵۵ بندیان خوشي شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه شاوخوا ۵ زره او ۷۰۳ افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو دوهنیمو کلونو کې په ټول هېواد کې د خوارځواکۍ درملنې شاوخوا ۲۲۰۰ نوي سایټونه جوړ شوي دي.
د مالیې، اوبو او برېښنا وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارد افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۲۳۰۰ کډوال په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د اوبو او برېښنا وزارت دوو راتلونکو ورځو کې نسبتاً د سختو واورو او بارارنونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د هېواد په ځينو سیندیزو حوزو کې د سیندونو اوبو کچې لوړېدو خبر ورکړی دی.