Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۳۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هلمند د پوهني ریاست مسوولین وایي، د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته اوس د دغه ولایت په ۱۸ ولسوالیو کې شلو ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې چې په نږدې وخت کې به بشپړې شي.
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمېشنرۍ په مالي مرسته یوه ۳۰ بستریز روغتون لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د کورنيو چارو وزارت مسوولين وايي چې د جانيخيلو ولسوالۍ مقام لپاره د ۲۲ ميليون افغانيو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د غزني په مقر ولسوالۍ کې د ۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ترکیې هېواد د یوه خیریه بنسټ له لوري د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه دارلایتام لیليې ته ودانۍ جوړه شوه.
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو له خوا د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه روغتون ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د پوهنې وزارت وايي، د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د څه باندې لسنیم میلیون افغانيو په لګښت د یو منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د هند د ګجرات ایالت په سورات ښار کې د یوې شپږ پوړيزې ودانې نړېدو له امله اووه کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د غزني په خواجهعمري ولسوالۍ کې د خلکو په اووه میلیون افغانۍ شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتیا پوهنې ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د مرکز ګردېز په ګډون د ۳۷۱ ښوونځیو له ډلې ۱۸۳ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP