Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د اروزګان په ولایتي روغتون کې په لومړي ځل د ډيجیټل ایکسرې څانګه فعاله شوه چې د ډاکټرانو په وینا، د ناروغیو په تشخیص کې به له دوی سره مرسته وکړي.
د اروزګان ولایتي روغتون مسوولین وايي، په دې وروستیو کې یې په داسې حال کې مراجعین او ناروغان ډېر شوي چې د ځای له تنګوالي او د تشکیل له کمښت سره مخ دي.
د غور ولایتي روغتون مسوولین وايي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله په دغه روغتون کې تر ۱۴۰۰ ډېر ټپیان ثبت شوي دي.
چارواکي وايي، د پکتیکا ولایتي روغتون د بسترونو شمېر له ۷۰ څخه ۱۵۰ ته لوړ شوی چې د چارو د عملي تطبیق لپاره یې ۴۷ نوي مسلکي کارکوونکي جذب کړي، څو د دغه روغتون په بېلابېلو څانګو کې دندې مخ ته یوسي.
د غور د عامې روغتیا ریاست د یاد ولایت په ولایتي روغتون کې د رواني ناروغیو درملنې لپاره د ځانګړې څانګې جوړېدو خبر ورکوي.
د بامیان اوسېدونکي د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د درملو له کمښت او د روغتیايي خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي، له مسوولینو غواړي چې دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
په غور ولایت کې یو شمېر ناروغان او ناروغ لرونکي په داسې حال کې په ولایتي روغتون کې د ښځينه ډاکټرانو له کمښته شکایت کوي چې مسوولین د دې ستونزې د منلو ترڅنګ وايي، هڅې روانې دي څو په دغه روغتون کې ډېرې ښځينه متخصصینې وګومارل شي.
د فراه ولایتي روغتون مسوولین وايي، د ماشومانو څانګه یې متخصص ډاکټر نه لري او ډېر وخت ناروغان کندهار یا هرات ولایتونو ته لېږي.
د بغلان په ولایتي روغتون کې د ١٢٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اکسېجن د تولید دستګاه فعاله شوه.
د غزني اوسېدونکي د ولایتي روغتون د نسايي او ولادي څانګې له ناسمو خدماتو شکایت کوي او وايي، ډاکټرانې او قابلې د زېږون پر مهال د ميندو او ماشومانو روغتیا ته پام نه کوي، بلکې غیر مسلکي او ناسم چلند کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن