فراه ښار (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۲): د فراه په ولايتي روغتون کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د نسايي ولادي څانګې لپاره ځانګړې ودانۍ جوړه شوه.
د فراه عامې روغتیا ريیس مولوي احسانالله شاکر پژواک خبري اژانس ته وویل چې نسايي ولادي څانګې له دې مخکې ځانګړې ودانۍ نه درلوده.
هغه وايي چې دغه نوې دوه پوړیزه ودانۍ د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې جوړه شوې ده.
هغه زیاتوي چې د یادې ودانۍ مالي لګښت د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ له لوري ورکړل شوی دی.
نوموړي وویل، دغه ودانۍ ۲۰ بستره لري او له دې وروسته به د نسايي ولادي ناروغانو درملنه په همدی ځای کې کېږي.
ورته وخت کې د فراه ښار یوه اوسېدونکي ابراهیم پژواک ته وویل چې له دې مخکې نسايي ولادي څانګې خپله ځانګړې ودانۍ نه درلوده او ډېره ګڼه ګوڼه په کې وه.
هغه وايي چې د نوې ودانۍ له جوړېدو سره به هم ګڼه ګوڼه کمه شي او هم به د ناروغانو سمه درملنه وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP