ډېر خلک د پاسپورټونو د وېش لړۍ له درېدو شکایت کوي او وايي، په داسې حال کې چې پاسپورټونو ته سخته اړتیا لري، دا لړۍ د تخنیکي ستونزو په پلمه درېدلې او د شاوخوا درېیو میاشتو په تېرېدو لا هم نه ده پيل شوې.
د غزني اوسېدونکي وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې د دغه ولایت د پاسپورټ اداره تړلې او خپلې خدماتي چارې یې ځنډولې چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
کندهار (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۰): د کندهار اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې څه موده وړاندې د پاسپورټونو لپاره د فورمو ډکولو لړۍ پيل شوې
. . .