د سرپل ولايت «شیرم» سیمې اوسېدونکي وایي، له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې د څښاک اوبه نه لري او يوه بوشکه اوبه له ٢٥ تر ٣٠ افغانیو پېري.
د دایکنډي د مرکز «ناوه جعفر» کلي لسګونه اوسېدونکي وایي، د دغه کلي دوو اوسېدونکو ژورې څاګانې کیندلې او هره ورځ زرګونه لېټره اوبه ترې پلوري چې له امله یې د سیمې خلکو څاګانې وچې شوې دي.
پارون (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۰): په نورستان ولایت کې د څښاک اوبو د درېیو پروژو قراردادونه لاسلیک شول چې ټولټال ۸،۵ میلیون افغانۍ لګښت پرې