ژبه

په نورستان کې د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو درې پروژې پلې کېږي

پارون (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۰): په نورستان ولایت کې د څښاک اوبو د درېیو پروژو قراردادونه لاسلیک شول چې ټولټال ۸،۵ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.

د دغه ولایت د کلیو او پراختیا رییس احسان الله موحد پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې درې واړه پروژې په څلورو میاشتو کې بشپړېږي چې لګښت یې د ملګرو ملتونو یونسیف ادارې له خوا ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، د دغو درېیو پروژو چې یوه یې د مرکز اړوند د کانتیوا پایوک اباد، دویمه د واما ولسوالۍ د اکټه بند او درېیمه د کامدېش ولسوالۍ د برمنډه ګل له شوراګانو سره لاسلیک شوې، ټولیز لګښت ۸،۵ میلیونه افغانۍ کېږي.

هغه وايي، په دغو پروژو کې به نږدې ۱۰زره کاري ورځې برابرې شي چې د خلکو پر اقتصادي وضعیت به مثبت اغېز وکړي.

د ده په خبره، په دغو پروژو له بشپړېدو سره به سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

د پایوک اباد شورا رییس عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دوی کلي له دې مخکې د څښاک پاکې اوبه نه لرلې چې له امله یې کلیوال وخت ناوخت پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېدل.

هغه زیاتوي، د دې پروژې په عملي کېدو به د دوی د کلي ۲۷۷ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه ورسېږي.

د اکټه بند شورا مشر حاجي دین محمد هم د دغو پروژو پر قرارداد خوښ دی او وايي چې د دوی د کلي ۲۳۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.

دغه راز د برمنډه ګل شورا مشر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دوی کلي ته هم د دې پروژې له برکته ۲۲ لکه افغانۍ ورکول کېږي چې په وسیله به یې لسګونو کورنیو ته د څښاک اوبو اسانتیا برابره شي.

نورستان د هېواد په ختیځ کې غرنی ولایت دی چې ډېر کلي یې د څښاک پاکې اوبه نه لري او اوسېدونکي یې د ویالو او خوړونو له اوبو کار اخلي.

ورته موضوع