کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د چاودنو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د امنيتي سرتېرو پر يوه رينجر موټر چاودنې له امله څلور سرتېري وژل شوي او يو بل ټپى دى.
د تېرې ورځې په بریدونو کې د وژل شوو کسانو ځینې کورنۍ چې له ډېرې خواشینۍ ژاړي، وایي چې د دې ډول بریدونو مخنیوی دې وشي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند په «قوای مرکز» سیمه کې چاودنې یو تن ټپي کړی دی.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل په لوېدیځ کې د درېیو چادونو له امله شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
مسوولین وايي چې د میدان وردګو ولايت د جلرېز ولسوالۍ په تکانې سيمه کې د اګایست مرمۍ چاودنې له امله دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند په سلیم کاروان کې ساحه کې د ماین چاودنې یو نظامي کس ټپی کړی دی.
کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې ویلي چې په تیرو اوو میاشتو کې د زړو ماینونو د چاودنو له امله
. . .
د هلمند د مارجې ولسوالۍ د «ښت» سیمې اړوند یوه کور کې د هاوان یوې زړې مرمۍ چاودنه کړې او کسان یې ټپیان کړي دي.
د ارزګان چارواکي وايي، چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې د زړو اوسپنو پېرلو دکان کې د چاودنې له امله یوه ماشومه ټپي شوې ده.
د کندهار- اروزګان پر لار د ماین چاودنه شوې چې له امله یې یو لس کلن ماشوم وژل شوی دی.