منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۰ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

یونیسف : تېرو ۷ میاشتو کې د زړو ماینونو چاودنو ۳۰۱ افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۲ کتنې · تازه شوی
ارشیف
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې ویلي چې په تیرو اوو میاشتو کې د زړو ماینونو د چاودنو له امله ۳۰۱ افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یونیسف دغه څرګندونې په یوه خبرپاڼه کې وروسته له هغه کړې چې د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله یو شمیر ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تیرو اوو میاشتو کې ۳۰۱ افغان ماشومانو ته د زړو ماینونو او نا چاودنو توکو دچاودنو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو سرچینې ویلي چې کیدای شي اصلي شمیرې له دې ډیرې وي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو ژوند له دا ډول چاودنو له امله له قوي خطر سره مخ دی.

 بلخوا د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې له جګړو څخه د پاتې ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله د مرګ ژوبلې زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د سره صلیبی نړیوالې کمېټې مشر ایلوا فیلیون  پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ میاشتې له پيل څخه بیا تر دا مهاله په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نن د اپریل د میاشتې څلورمه د ماین په اړه د پوهاوي او د ماین د قربانیانو سره د مرستې نړیواله ورځ ده.

فیلیون نه دي ویلي چې د چاوده مهماتو د چاودنې له امله څومره کسان مړه او څومره ټپیان شوي دي، خو ټینګار یې کړی چې نیمايي قربانیان یې ماشومان دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه