Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اورلوبې توکو یوه ګودام کې د چاودنې له امله
د راپورونو له مخې، د امریکا د پنسیلوانیا ایالت په یوه تولیدي فابریکه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د نورستان امنیه قومانداني خبر ورکوي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د قیمتي ډبرو یوه کان کې د چاودنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې پر یوه دولتي موټر چاودنه شوې چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
غور کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه کې له تېرو جګړو پاتې د راکټ یوې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه موټر د چاودنې له امله ۱۳ پوځیان وژل شوي او د لسو سرتېرو په ګډون ۲۴ نور کسان ټپیان دي.
سمنګان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په درهصوف پایین ولسوالۍ کې د ډبرو سکر یوه کان کې د چاودنې له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د کونړ د غازياباد ولسوالۍ په ګورین سیمه کې د سړک جوړولو په موخه د تیږو ماتولو لپاره په لاس جوړ شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې یوې هاوان مرمۍ چاودنې له امله درې کسان ټپیان شوي دي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو چاودنې دوه ماشومان وژلي دي.
د دایکنډي له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست ویلي چې د تاجکستان د ډبرو سکرو یوه کان کې د ګاز چاودنې د دغه ولایت اته اوسېدونکي چې هلته یې کار کاوه، وژلي دي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په واڼه سیمه کې د چاودنې له امله اووه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP