Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د روان کال لړم میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د ډبرو سکرو صادراتي پروسه په خپل لاس کې اخلي او سوداګر د صادراتي مکتوب له لرلو پرته صادارت نه شي کولای.
کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د دغه وزارت په وړاندیز او د اسلامي امارت د حکم له مخې،
د ملي پراختیا شرکت د میدانوردګو ولایت په مرکز میدانښار کې د ډبرو سکرو پروسس یوي فابریکې جوړولو چارې پیل کړې.
د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د تاله برفک او نهرین ولسواليو د ډبرو سکرو په کانونو کې د ګازنیونې له امله څلور کانکيندونکي مړه شوي دي.
په افغانستان کې د ډبرو سکرو یو شمېر پانګهوال شکایت کوي چې د ډبرو سکرو بیې تر څه باندې اتیا سلنه رالوېدلې، خو حکومت رویالیټي او ګمرکي محصول نه دی کم کړی او دوی له تاوان سره مخ دي.
. . .
د چین سوداګرۍ خونې استازي د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رئیس سره په لیدنه کې ویلي، غواړي په افغانستان کې له ډبرو سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
لومړنۍ سوداګره چې د داوطلبۍ له لارې کورنیو چارو وزارت ته د ډبرو سکرو برابرولو قرارداد ترلاسه کړی او ۵۷ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې، له نورو سوداګرو ښځو غواړي چې په داسې داوطلبیو کې ګډون وکړي څو ګټوونکې شي.
د سمنګان په درۀ صوف کې د ډبرو سکرو ځیني کانلرونکي وایي، له قرادادي شرکتونو پرته – چې سکاره په ارزانه بیه پېري – نورو ته د هغوی د سکرو د پېر اجازې نه ورکولو له تاوان سره مخ کړي دي او که دا ستونزه حل نه شي، کارونه دروي او ګڼ شمېر کسان به وزګار شي.
اقتصادي کمېسیون د دې ترڅنګ چې پرېکړه کړې د ډبرو سکرو پر طرحې او قراردادونو دې له سره کتنه وشي، يوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د کابل ښار شهزاده سرای سره نږدې د سوداګريز مرکز د ودانۍ جوړولو نقشه په هر اړخيز ډول وڅېړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن