منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۱ غ.م
۳°صاف · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کانونو وزارت وايي، د ډبرو سکرو رویالټي تعرفه یې له ۲۵۰۰ څخه ۲۲۰۰ ته راټیټه کړې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴۳ کتنې

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د دغه وزارت په وړاندیز او د اسلامي امارت د حکم له مخې، د ډبرو سکرو د یوه ټن رویالټي تعرفه له ۲۵۰۰ نه ۲۲۰۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت نن (یک‌شنبه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، ګمرکي محصول چې مخکې ۴۵ ډالره و هم ۳۰ ډالرو ته راټیټ شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې دا تصمیم د ډبرو سکرو نړۍوالو بیو ته په کتو، د هېواد د صادراتو د ودې، سوداګرو ته اسانتیاو رامنځته کولو او د پانګوالو د لا هڅونې په موخه نیول شوی دی.

د دغه وزارت په خبره، دا پرېکړه سر له نن نه د تطبیق وړ ده.

دا په داسې حال کې ده چې د مالیې وزارت د روان کال په غبرګولې میاشت کې هم د ډبرو سکرو په یوه ټن ګمرکي محصول کې د ۲۰ ډالرو کمېدو خبر ورکړی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد