ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان د ډبرو سکرو یوه کان کې د ګازنیونې له امله درې کسان مړه شوي

د سمنګان د ډبرو سکرو یوه کان کې د ګازنیونې له امله درې کسان مړه شوي

author avatar
23 Jan 2024 - 17:38
د سمنګان د ډبرو سکرو یوه کان کې د ګازنیونې له امله درې کسان مړه شوي
author avatar
23 Jan 2024 - 17:38

ایبک (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د سمنګان سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګارنیونې له امله درې کان‌کیندونکي مړه شوي دي.

د سمنګان د دره صوف بالا ولسوال محمدنسیم خېبرشکن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې درې کارګر چې د ډبرو سکرو پر استخراج بوخت وو، نن سهار دغه کان کې د ګاز خپرېدو له امله مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې مړه شوي کسان ۱۸ کلن رحمت الله، ۵۰ کلن عبدالله او ۳۰ کلن محمدعارف د دایکنډي ولایت د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې د دره صوف بالا ولسوالۍ اړوند قرم قول سیمه کې یې مزدوري کوله.

 د ولسوال په خبره، مړه شوي کسان د دره صوف بالا ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي دي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.