ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پانګه‌وال: حکومت دې د ډبرو سکرو رویالیټي او ګمرکي محصول ټیټ کړي

پانګه‌وال: حکومت دې د ډبرو سکرو رویالیټي او ګمرکي محصول ټیټ کړي

author avatar
21 May 2023 - 15:02
پانګه‌وال: حکومت دې د ډبرو سکرو رویالیټي او ګمرکي محصول ټیټ کړي
author avatar
21 May 2023 - 15:02

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ډبرو سکرو یو شمېر پانګه‌وال شکایت کوي چې د ډبرو سکرو بیې تر څه باندې اتیا سلنه رالوېدلې، خو حکومت رویالیټي او ګمرکي محصول نه دی کم کړی او دوی له تاوان سره مخ دي.

نصرت‌الله چې د سمنګان ولایت د درۀ صوف ولسوالۍ په شباشک سیمه کې د ډبرو سکرو کان لري، پژواک خبري اژانس ته وویل چې څو میاشتې مخکې د دې سیمې یو ټن د ډبرو سکاره په ۵۵۰۰ افغانۍ او د همدې ولسوالۍ په قرمقل او ځینو نورو سیمو کې یو ټن په ۶۰۰۰ افغانۍ پلورل کېدل، خو اوس له ۹۰۰ تر ۱۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د هغه په وینا، دا په داسې حال کې ده چې دوی ته یو ټن د ډبرو سکاره له حق‌الخطر او ځینو نورو لګښتونو پرته لږ تر لږه په ۱۸۰۰ افغانۍ پریوزي او په هر ټن کې د سکرو کیفیت ته په پام له ۵۰۰ تر ۹۰۰ افغانۍ تاوان کوي.

نوموړی زیاتوي: «زه چې وایم په ۱۸۰۰ افغانۍ تمامېږي، په دې کې د حق‌الخطر پیسې په پام کې نه دي نیول شوې، په معدن کې ګاز پیدا کېږي او یا غر لوېږي، خدای مه کړه کارګر په کې ژوند بایلي، معدن مرمت غواړي … دا لګښتونه په یادو ۱۸۰۰ افغانیو کې په پام کې نه دي نیول شوي.»

هغه وایي، دا په داسې حال کې ده چې حکومت مخکې هم له یوه ټن څخه ۳۰۰۰ افغانۍ رویالټي اخیسته او اوس هم ۳۰۰۰ افغانۍ اخلي او ترڅنګ یې په یو ټن څه باندې ۶۰۰۰ افغانۍ ګمرکي محصول هم اخلي.

نصرت‌الله وایي، د معدن‌کارانو استازي له څو میاشتې راهیسې پر اړوندو حکومتي ادارو ګرځي، څو حکومت رویالټي او ګمرکي محصول کم کړي او هغه کسان چې په دې برخه کې یې پانګونه او لګښتونه کړي وکولای شي چې د ډبرو سکاره يو څه په لوړه بیه وپلوري او له تاوانه وژغورل شي، خو تر اوسه حکومت دغه کار نه دی کړی.

هغه وایي: «که حکومت رویالټي ۱۵۰۰ افغانیو ته راټیټه کړي، بیا موږ کولای شو چې یو ټن د ډبرو سکاره په ۲۴۰۰ افغانۍ وپلورو او له تاوان څخه بچ شو.»

هغه وویل، دا مهال د اتیا سلنه کانونو کارونه درېدلي؛ ځکه چې پانګه‌وال تاوان کوي او که حکومت رویالټي ټیټه نه کړي نو کېدای شي د نورو کانونو کارونه هم ودرېږي.

د محمدنبي ناشر د ډبرو سکرو شرکت استازي غازي‌محمد هم یادې څرګندونې تاییدوي او وایي، د ډبرو سکرو د کانونو استازو د اسلامي امارت له بېلابېلو مشرانو او اړوندو ادارو سره خپلې یادې ستونزې شریکې کړې دي.

هغه وویل: «له کندهار نه مو هم خط راوړ، تمه شته چې دغه ستونزې حل شي.»

نوموړي زیاته کړه، مخکې په نړۍوال مارکېټ کې د ډبرو سکرو بیې ډېرې لوړې شوې او هماغه وخت یې افغانستان کې رویالیټي ۳۰۰۰ افغانیو او ګمرکي تعرفه ۶۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوه، خو اوس چې په نړۍوال مارکېټ کې بیې څو برابره لوېدلې، په افغانستان کې یې د رویالیټې او ګمرکي تعرفې په بیو کې بدلون نه دی راغلی او دې چارې د کانونو مالکان له ستونزو او تاوان سره مخ کړي دي.

په نړۍوال مارکېټ کې د تېر زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې یو ټن د ډبرو سکاره په ۴۵۶ امریکایي ډالر پلورل کېدل، خو اوس یې بیه څه باندې ۱۶۲ ډالرو ته لوېدلې ده.

غازي‌محمد وایي، په نړۍوال مارکېټ کې د بیو په رالوېدو او افغانستان کې یې په رویالیټي او ګمرکي محصول کې د کموالي نه راتګ له امله د ډېرو کانونو کارونه درول شوي دي.

هغه وایي، که د پخوا په څېر د رویالیټې بیه ۲۰۰۰ افغانۍ او د ګمرکي تعرفې بیه ۲۷۰۰ افغانۍ شي، تر ډېره به د کانونو د مالکانو ستونزې حل شي، هم به د بند شوو کانونو کارونه بېرته پيل شي او هم به څه نا څه ګټه ورته پاتې شي.

د ډبرو سکرو د صادروونکو اتحادیې مشر محمدرسول توتاخېل هم وایی چې په دې برخه کې د خلکو شکایت پر ځای دی، د ډبرو سکرو د کانونو مالکان له تاوان سره مخ دي او د رویالیټي او ګمرکي تعرفو بیې لوړې دي.

نوموړی هم وایي چې څو ځله یې د دغو ستونزو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې کړې، خو تر اوسه یې مثبته پایله نه ده لرلې.

دغه موضوع مو د کانونو له وزارت سره هم شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

خو د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل بیا وایي چې رویالیټي معمولا د هېواد اړتیا او د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو سره ټاکل کېږي او اوسمهال د ډبرو سکرو لپاره پر یو ټن له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ افغانۍ رویالیټي ټاکل شوې چې دا مناسبه او ارزانه ده.

هغه وایي، ګمرکي تعرفه بیا په سیمه او نړۍ کې د ډبرو سکرو د عرضې او تقاضا پر بنسټ ټاکل کېږي، که چېرې تقاضا ډېره وه نو ګمرکي تعرفه به هم لوړېږي او که د ډبرو سکرو تقاضا کمه وه نو ګمرکي تعرفه به هم کمېږي.

د نوموړي په وینا، اوس په ګمرکونو کې د یو ټن ډبرو سکرو تعرفه ۶۰ امریکایي ډالر او یا یې هم معادل افغانۍ دي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کانونو مالکان تاوان کوي او هغوی د رویالیټي او ګمرکي تعرفې د کمولو غوښتنه کوي، وویل: «که چېرې د سیمې او نړۍوالو بازارونو د عرضې او تقاضا په موضوع کې فرق راځي، طبیعي ده چې بیا به په تعرفو کې بدلون راځي او که کښته کولو او پورته کولو ته یې اړتیا وي په اړه به یې اقدام کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېر زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې په پرتله په نړۍوال مارکېټ کې د ډبرو سکرو په بیو کې ۶۴ سلنه او افغانستان کې څه باندې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.

Visits: 308

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.